د نړۍ پیاوړی پاسپورټونه؛ جاپان لومړی، افغانستان ۱۰۶

د هېنلی پاسپورټ انډېکس په نوم وېبپاڼې تازه د نړۍ د هېوادونو د پیاوړو پاسپورټونو لېست اعلان ته ورکړی دی.

دغو لېست کې د جاپان پاسپورټ د نړۍ تر ټولو پیاوړی پاسپورټ ښودل شوی. یو جاپانی کولای شی چې پرته له ویزې یانې دویم هېواد ته په ننوتو په هوایی ډګر کې ویزه ولګوی. د دغو هېوادونو شمېر ۱۹۰ دی.

دویم هېواد سنګاپور دی چې اوسېدونکی یې ۱۸۹ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر کولای شی. درېیم جرمنی دی چې د هېوادونو شمېر یې ۱۸۸ دی او څلورم نمبر کې فرانسه ده. پنځم نمبر کې امریکا او انګلستان دی چې د نړۍ ۱۸۶ هېوادونو ته دغه اسانتیا لری.

متحده عربی امارات په ۲۱ نمبر دی.

افغانستان په دغه لېست کې ۱۰۶ هېواد دی او تبعه یې دېرشو هېوادونو ته پرته له ویزې سفر کولای شی.

ګاونډی پاکستان په ۱۰۴ نمبر باندې دی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.