و بریدګر دریو تنو ته تر مرګ ژوبلې اړولو وروسته ونیول شو

پولیس وایی، د کابل ښار په کمپنۍ سیمه کې یو وسله وال بریدګر دریو تنو ته تر مرګ ژوبلې اړولو وروسته و نیول شو.

دغه پېښه نن سهار د کابل د کمپنۍ اړوند د شهید میرحمزه جومات ته څېرمه رامنځ ته شوې.

د کابل پولیس وایی، یو تن وسله وال بریدګر د بې غږه تومانچې په وسیله په یاده سیمه کې د ملی امنیت پر یوه کارکوونکی او د هغه پر پلار ډزې کړې دی.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد زیاتوی، چې په دغه برید کې د ملی امنیت کارکوونکی ټپی شوی او پلار یې وژل شوی دی.

د هغه په وینا تر برید وروسته په سیمه کې ګزمه کوونکو پولیسو د بریدګر د نیولو هڅه وکړه، خو هغه پر پولیسو هم ډزې وکړې، چې په ترڅ کې یې یو پولیس ټپی شوی دی.

مجاهد زیاتوی، چې تر دې وروسته پولیسو بریدکوونکی ژوندی ونیوه او دا مهال ترې پوښتنې ګروېږنې روانې دی.

تر اوسه د دغه برید مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.