د غزنی امنیت موضوع به په جدی ‌‌‌‌‌‌ډول تعقیب شی

د ملی امنیت شورا سلاکا ډاکتر حمدالله محب وایی، د غزنی د امنیت ټینګښت موضوع په جدی ‌‌‌‌‌‌ډول څارل کېږی او په دې برخه کې دفاع وزارت ته لازمې لارښونې شوې دی.

ښاغلی محب دغه څرګندونې  په ولسی جرګه کې د غزنی ولایت د استازو سره په کتنه کې کړې دی.

د جرګې دغه غړی پرون د ملی امنیت شورا سلاکار ته ورغلی تر څو د غزنی په مالستان او جارغوری ولسوالیو کې د وروستیو جګړو په اړه ورسره خبرې وکړی.

د ملی امنیت شورا دفتر وایی، د جرګې غړو و ویل، چې د غزنی ولس د خپلو امنیتی او دفاعی ځواکونو هر اړخیز ملاتړ کوی.

د دوی په وینا د غزنی خلک له نظام دفاع او د دښمن د ځپلو برخه کې د خپل وسله وال پوځ خوا کې ولاړ دی او هر راز قربانۍ ته چمتو دی.

په ورته وخت کې د ملی امنیت شورا سلاکار د جرګې استازو ته ډاډ ورکړی، چې د غزنی د امنیت ټینګښت موضوع په جدی ‌‌‌‌‌‌ډول څارل کېږی او په دې برخه کې دفاع وزارت ته لازمې لارښونې شوې دی.

د ملی امنیت شورا سلاکار ښاغلی محب ویلی، چې د غوڅ ملاتړ ماموریت په مرسته به د دښمن د ځپلو لپاره هوایی او ځمکنی عملیات روان وی.

نوموړی زیاته کړې، چې د  غزنی د امنیت تامین اړوند به د خلکو وړاندیزونه عملی شی او امنیتی او دفاعی ځواکونو په هر ډول شرایطو کې له خپلو خلکو دفاع وکړی.

‌‌‌‌‌‌ډاکټر محب د امنیت ټینګښت برخه کې د خلکو ون‌‌‌‌‌‌ډې ته په اشارې ټینګار وکړ، چې د خلکو او حکومت په مرسته به د افغانستان د خلکو دښمنان هېڅکله ونه توانېږی، چې خپلو غوښتنو ته ورسېږی او په وار وار یې ماته خوړلې ده.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.