طالبان لا هم د پاکستان په لاس کې دی او سولې ته یې نه پرېږدی

هندی رسنۍ د دغه هېواد د حکومتی سرچینو له قوله وایی، د طالبانو په ځپلو کې د امریکا او افغان حکومت کمزوری د دې سبب شوه، چې لا هم پاکستان ډېری مسایل په خپل واک کې ولری.

هندی کرونیکل ورځپاڼې په یوه مطلب کې د حکومتی سرچینو د معلوماتو پر بنسټ لیکلی، چې طالبان لا هم د پاکستان په کنټرول کې دی او دغه هېواد له یادې ډلې استفاده کوی او د سولې اجازه نه ورکوی.

سرچینې زیاته کړې، چې امریکا د طالبانو په ځپلو کې بریالۍ نه شوه، خو وروستی بدلونونه هم ډېر هیله بښونکی نه دی.

په ورته وخت کې ورځپانې ته حکومتی سرچینې ویلی، چې د افغانستان پر سر د مسکو او واشنګټن د کشمکش وېره شته ده.

په مطلب کې ویل شوی امریکا د افغان حکومت ملاتړې ده، روسیه ځان بې اغېزې بولی، نو ځکه یې له پاکستان سره لاس یو کړی دی او ددې تور شته چې له طالبانو ملاتړ کوی.

خو هندی حکومت هیله څرګنده کړې چې وکړی شی د افغان ستونزې په حل کې مرسته وکړی او له سوله ییزو لارو افغان جګړه پای ته ورسول شی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.