ارزګان کی ۲۲ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ارزګان کی ۲۲ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

افغان ګډو ځواکونو د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کی ۲۲ وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د ۲۰۵ اتل قول اردو څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلې چې دغه عملیات په تیرو ۲۴ ساعتونو کی د افغان پلی او هوایی ځواکونو له لوری تر سره شوی چی پر مهال یې د سرخوم او سپین مسجد سیمو کی ۱۷ وسله وال وژل شوی او ۵ نور ژوبل دی.

په یادو سمیو کی وسلوالو طالبانو مرکزونه هم درلودل چی د هوایې بمباریو په پایله کی له منځه وړل شوی دی.

په یادو عملیاتو کی افغان امنیتی ځواکونو ۵ کړۍ د وسایطو ضد ماینونه هم کشف او له منځه وړی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.