فرزانه ناز او تازه تورونه

له څو ورځو راهیسې د مشهورې سندرغاړې فرزانه ناز نوم بیا د ژبو په سر ده. د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکی څه په واضح او څه په کنایوی ډول د هغې ویډیو په اړه توند غبرګونونه ښیی، چې فرزانه ناز ته یې د منسوبیدو ادعاوې کیږی.

دغه ویډیو چې زرګونه تنو یو بل ته لېږلې، فرزانه ناز ته یوه ورته نجلۍ یا مېرمنه پکې له یوه سړی سره د جنسی اړیکو د سرته رسولو په حال کې ښکاری.

فرزانه ناز د دغې ویډیو په اړه څه نه دی ویلی.

غبرګونونه

د فرزانې مخالفینو ادعا کړې، چې په ویډیو کې ښکاریدونکې ښځینه فرزانه ده. خو یو شمېر پلویانو یې ویلی چې د ټیکنالوژۍ له پرمختګ سره ممکنه ده، چې د ډېرو مشهورو څېرو ورته ویډیوګانې په جعلی ډول جوړې او د شخصیت وژنې هڅې یې وشی.

د مخکینیوبریدونو دوام

پر فرزانه ناز دا د مخالفینو لومړنی برید نه دی او نه هم کیدای شی وروستنی وی.

هغه په ځلونوـ ځلونو له مختلفو تورونو سره مخ شوې ده.

څوکاله مخکې هغې په هلمند کې له جاوید امرخېل سره په ګډه کنسرت درلود، چې د هلمند د دودیزې سیمې د یوه ډله خلکو له سخت مخالفت سره مخ شوه.

هغه وخت واکمن ولسمشر حامد کرزی د ولسی اعتراضونو په پایله کې یو شمېر ځایی چارواکی له دندو ګوښه کړل.

د فرزانه ناز مخالفینو د هلمند په قضیه کې پرهغې د یو شمېر ځایی چارواکو د جنسی تېری اوازه خپره کړه، خو په رسمی ډول چا تایید نه کړه.

پردې سربېره فرزانه په ټولنیزو رسنیو کې له سلګونه نورو تورونو سره مخ شوې. کله د ځینو نڅاوو ویډیوګانې ورته منسوبې شوی، کله یې له ځینو سندرغاړو او مشهورو څېرو سره د مینې او جنسی اړیکو ادعاوې شوی او کله یې د وژل کیدو غلط خبرونه ورکړل شوی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.