د کندوز د ترانسپورټ ریاست عواید ۴۴ سلنه لوړ شوی

د کندوز د ترانسپورت ریاست چارواکی وایی چې د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې د تېر کال په پرتله د عوایدو کچه ۴۴ سلنه لوړه شوې ده.

د کندوز د ترانسپورت رییس سید جواد جلالی رسنیو ته وویل چې د تېر کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د دوى د عوایدو کچه اته میلیونه افغانۍ وه، خو د سږ کال په لومړیو شپږ میاشتو کې بیا دغه اندازه ١٣ میلیونه افغانیو ته لوړه شوې ده.

جلالی وویل چې له اداری فساد سره مبارزه، د مسلکی کسانو ګومارل او د مراجعینو چارو ته پر وخت رسېدنه د دې لامل شوه چې د عوایدو کچه لوړه شی.

په ورته وخت کې د کندوز د ولایتی شورا غړى توریال کاکړ وایی چې د دغه ولایت په ادارو کې له اداری فساد سره اړینه مبارزه نه کیږی.

خو د کندوز د والی ویاند عصمت الله مرادی وایی چې د دغه ولایت رهبری له اداری فساد سره جدی مبارزه کوی.

مرادی وایې چې پر اداری فساد ککړ کسان به له دندو ګوښه شی څو د کندوز د عایداتی ادارو د عوایدو کچه نوره هم لوړه شی.

د یادونې ده، کندوز د افغانستان د نا امنو ولایتونو له ډلې دى چې په تېرو درېیو کلونو کې یې دوه ځلې سقوط کړى دى.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.