په کابل، غزنی او بلخ کې د امنیت د غوښتنی لاریونونه روان دی

تېره شپه په کابل کې لسګونه لاریون کوونکو د هېواد مرکزی هزاره مېشتو سیمو د امنیت د تامین غوښتنه کوله. دوی پر حکومت تور پورې کاوه، چې د خلکو د امنیت په تامین کې پاتې راغلی دی، چې د همدې بې غوریو له امله هره ورځ لسګونه انسانان وژل کېږی. په همدې تړاو لا هم د کابل په ځینو برخو کې لاریونونه روان دی. لاریون کوونکو د کابل د دولتی پوهنتونو دروازې هم د محصیلیونو پر مخ تړلې دی. د بلخ په مرکز مزار شریف ښار کې هم لاریون شوی دی او له حکومت غوښتل شوی چې د خلکو امنیت ته جدی توجه وکړی. بل پلو د غزنی ښار لسګونه اوسېدونکو هم نن ددغه ښار په مرکز کې لاریون کړی او له حکومت غواړی چې په جاغوری او مالستان کې روانه جګړه کابو کړی. د پوځ لوی درستیز محمد شریف یفتلی بیا نن، په یوه خبری غونډه کې وویل، چې په مالستان کې کافی سرتیری موجود دی او د جاغوریو د امنیت لپاره تازه دمی سرتېری لېږل شوی دی. هغه وایی د غزنی ښار او ددغه ولایت د ولسوالیو د امنیت ښه والی لپاره جدی هڅې پیل شوې دی او افغان ځواکونه له مخالفو وسله والو ډلو سره په جګړه بوخت دی، چې ژر تر ژره به جګړې کابو کړی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.