فرانسې او جرمنی د اوکراین په ختیځ کې انتخابات غیر قانونی بللی

فرانسې او جرمنی د اوکراین په ختیځ کې د روسی پلوو بیلتون پالو تر کنټرول لاندې سیمو کې پرونی انتخابات غیر قانونی بللی دی.

د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون او د جرمنی صدراعظمې انګېلا مېرکل په یوه ګډ بیان کې ویلی دی چې دا انتخابات د اوکراین ځکمنۍ بشپړتیا تر پوښتنې لاندې راولی.

د اوکراین حکومت او نړیوالو ملاتړو یې ویلی چې دا انتخابات به د اوکراین د ختیځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د روانو هڅو مخه ونیسی.

خو روسیه وایی، د اوکراین د ختیځ ډونیڅک او لوهانسک سیمو د مشر د ټاکلو لپاره انتخابات په دغو سیمو کې د جګړې د پایته رسولو لپاره د مېنسک د اوربند له موافقې څخه سرغړونه نه ده.

د اوکراین د ختیځ په جګړه کې چې د ۲۰۱۴ میلادی کال په اپریل میاشت کې پیل شوه، تر اوسه پورې لس زره او درې سوه کسان وژل شوی دی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.