غزنی ته تازه دمی سرتېری رسېدلی دی

د پوځ لوی درستیز ستر جنرال شریف یفتلی وویل، د ارزګان خاص ارزګان او مالستان ولسوالیو ته د کومانډو، ملی امنیت او د پولیسو ځانګړې قطعې لسګونه سرتېری رسېدلی دی.
د یفتلی په وینا، د ارزګان خاص ارزګان او مالستان کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده او مخالفین د تېښتې په حال کې دی.
د پوځ لوی درستیز وویل، چې له کابل څخه یې د غزنی جاغوری ولسوالۍ ته تازه دمی ځواک لېږلی دی او وسله وال طالبان یې د ولسوالۍ له ودانۍ ۵ کیلو مټره په شا کړی دی.
د هغه په خبره، د خرابې هوا له امله جاغوری او مالستان ولسوالیو کې هوایی بریدونه ځنډېدلی و، چې نن سهار د هوا په پاکېدو سره، جاغوری کې د طالبانو مهم مرکزونه په نښه شوی، چې دغې ډلې ته یې زیات تلفات اړولی دی.
هغه ټینګار وکړ، چې په جاغوری او مالستان ولسوالیو کې عام خلک له خپلو سیمو دفاع لپاره چمتو شوی او له خلکو سره د وسلو د مرستو په موخه د پوځ چورلکې سیمې ته ور روانې شوې دی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.