د مرکزی سیمو د امنیت له پاره د ملی امنیت ځانګړې قطعه جوړېږی

ټاکل شوې د مرکزی سیمو د امنیت د ټینګښت په موخه حکومت د ملی امنیت یوه ځانګړې قطعه رامنځ ته کړی.

ولسمشرۍ ماڼۍ وایی، په همدې تړاو پرون دوشنبې ماښام ارګ کې د ولسمشر غنی په مشرۍ د اعلی سرقوماندانۍ په غونده کې بحث وشو.

ارګ په دې اړه نور جزیات نه دی ورکړی، خو وایی، په غونډه کې د مرکزی سیمو د امنیت د کابو کولو په موخه د ملی امنیت د یوې ځانګړې قطعې په رامنځ ته کولو خبرې وشوې.

سرچینه زیاتوی، چې په دې غونده کې د جاغوری، مالستان، ترینکوټ، خاص اروزګان، چهارسدې، پښتون کوټ، سروزې او المار ولسوالیو د امنیت په اړه هم بحث تر سره شو او امنیتی چارواکو دغه ولسوالیو ته د امنیتی ځواکونو او تجهیزاتو له لېږلو ډاډ ورکړ.

د مرکزی سیمو له پاره د ملی امنیت د ځانګړې قطعې پر سر خبرې پر داسې مهال کېږی، چې ولسمشر غنی بامیانو ته د سفر پر مهال په دغه ولایت کې هم د یوې ۴۴۳ کسیزه ځانګړې امنیتی قطعې د رامنځ ته کولو حکم صادر کړ، چې د ملی امنیت تر چتر به لاندې وی.

د مرکزی سیمو د امنیت کابو کولو په موخه د ځانګړو قطعو د رامنځ ته کولو موضوع پر داسې حال مطرحه کېږی، چې په دې وروستیو کې په دغه سیمو کې جګړو زور اخیستی دی.

یوازې په تېرو څو ورځو کې د غزنی په مالستان او جاغوریو او د اورزګان په خاص اروزګان ولسوالیو کې د جګړو له امله، ولسی وګړو، افغان ځواکونو او طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.