دامریکامرستیال ولسمشردافغان ولسمشرسره په تلیفونی خبروغمرازی شریکه کړه

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پینس ولسمشر اشرف غنی سره په ټلیفون د کابل وروستیو پېښو غمرازی شریکه کړې.

د سپینې ماڼۍ څخه خپره شوې خبرپاڼه وایی چې مایک پینس د غمرازۍ څرګندولو تر څنګ د افغان امنیتی ځواکونو میړانه یې ستایلې.

مایک پېنس دا هم ویلی دی چې له داسې بریدونو د ترهګرو بربریت او بزدلی (ډار) له ورایه څرګندیږی.

پېنس دا هم ویلی دی چې امریکا به د افغانستان د ملی یوالی له حکومت څخه خپل ملاتړ لا ځواکمن کړی.

د امریکا د ولسمشر مرستیال او افغان ولسمشر د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلکو اړیکو د لرلو په برخه کې یو ځل بیا خپل هوډ څرګند کړی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares