ارګ د ولسمشرۍ ټاکنو د ځنډولو راپور په اړه غبرګون وښود

ولسمشرۍ ماڼۍ د ۱۳۹۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو د ځنډ په اړه خپاره شوی راپورونه په کلکه رد او وایی، دغه ټاکنې به پر خپل ټاکلی وخت تر سره شی.
وال سټرېټ ژورنال ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د افغان سولې پاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د ځنډولو غوښتنه کړې.

په راپور کې ویل شوی، خلیلزاد د افغان چارواکو سره لیدنه کې له هغوی غوښتی، چې د ولسمشرۍ ټاکنې وځنډوی.

په ورته وخت کې امریکا غږ لیکلی، د ولسمشر ټرمپ اداره پر دې بحث لری، چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د ځنډولو له پاره پر افغان حکومت فشار راوړی که نه.

وال سټرېټ ژورنال هم د امریکایی چارواکو له قوله ویلی دا موضوع د واشنګټن یو له انتخابونو دی او د ډېرمپ اداره بیړنه د افغانستان اوږدې جګړې ته د حل یوه سیاسی لار موندل دی.

امریکایی چارواکو ویلی زلمی خلیلزاد د اپریل د میاشتې ټاکنو د ځنډ په اړه افغانستان کې له بېلابېلو چارواکو سره دا خبره مطرح کړې، خو دا په افغانستان کې د دیموکراسۍ له پاره د امریکا د هڅو خلاف عمل دی.

دغه ورځپاڼې ویلی د خلیلزاد دفتر په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې، خو ورځپاڼه لیکی، چې د ولسمشرۍ ټاکنو د ځنډولو لامل ښایی له طالبانو سره د سولې ګونګې خبرې وی.

د ورځپاڼې په باور امریکایی چارواکو له دې وېره لری، چې په افغانستان کې اوږدې سیاسی کشالې او بې نظمۍ چې د ټاکنو له بهیر سره مل وی ښایی د خلیلزاد د سولې هڅې له منځه یوسی.

وال سټرېټ ژورنال وایی، له افغان چارواکو او سیاسو سره خبرو کې د زلمی خلیلزاد دغه غوښتنه له ساړه غبرګون سره مخ شوې او ډېر هغو له دې خبرې سره مخالفت څرګندی کړی دی.

خو د ولسمشرۍ غنی دولت کې ځینو هغو له دې خبرې ملاتړ څرګند کړی او ویلی یې دی، چې که د ټاکنو پر ځنډ سوله راځی نو دوی وروسره کوم مخالفت نه لری، بلکې ملاتړ یې کوی.

په ورته وخت کې یوه لوېدیځوال دیپلومات ویلی، بله کړنلاره چې تر بحث لاندې ده، دا ده چې ولسمشرۍ ټاکنو ته باید په هغه صورت کې اجازه ورکړل شی، چې یوی انتقالی حکومت رامنځ ته او کار وکړی تر څو یو داسې ائتلافی حکومت رامنځ شی، چې طالبان هم په کې شامل وی.

ورځپاڼه وایی، درېیمه کړنلاره بیا د لویې جرګې جوړول دی، چې د پخوانی ولسمشر کزری په ګډون یې ګڼ ځواک مند افغان سیاسیو غواړی، تر چې دغه لویه جرګه یو انتقالی حکومت رامنځ او افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو له پاره طرحې جوړې او جګړه پای ته ورسول شی.

افغان ولسمشرۍ ماڼې دغه راپور ته په غبرګون کې ویلی، چې د ولسمشرۍ ټاکنې به پر خپل ټاکلی وخت تر سره شوی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوی پر خپله فسبوک پاڼه لیکلی«د افغانستان حکومت د اساسی قانون او د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د ټاکل شوې نېټې سره سم د ۱۳۹۸ کال ولسمشرۍ ټاکنو ته په بشپړه توګه ژمن دی.»

نوموړی ویلی، د ولسواکۍ دوام اړین دی او د خلکو له غوښتې او ارادې پرته چې په اساسی قانون کې صراحت لری، پرته له هېڅ کړنلاره د منلو نه ده.

د ټاکنو د خپلوک کمېسیون له پرېکړې او تصمیم سره سم به د ولسمشرۍ ټاکنې د ۱۳۹۸ کال د وری یا حمل میاشتې په ۳۱ مه نېته تر سره شی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.