غنی په تاکنیز کمپاین بوخت دی

لوی ملی ائتلاف هېواد کې وروستیو ناامنیو زیاتېدو ته په اشارې ویلی ډېری سیمې د طالبانو لاس ته لوېدلې، هېواد په جګړه کې سوځی خو ولسمشر غنی په غیر قانونی توګه په ټاکنیزو کمپاینونو بوخت دی.

ائتلاف په خپره کړې خبرباڼه کې زیاته کړې، چې دښمن په اروزګان، غزنی، قندوز، فاریاب، سرپل، فراه او بغلان ولایتونو کې بریدونو ته زور ورکړی دی.

ملی ائتلاف د غزنی په مالستان او جاغوریو کې د طالبانو د بریدونو له امله د خلکو کډه کولو، د ملکی وګړو وژل کېدو، مالی زیانونو او په همدې تړاو کابل او نورو ولایتونو کې د دغه پېښو په غبرګون کې لاریونو ته اشارې سره ویلی، حکومت د خلکو اساسی غوښتنې ته چې د امنیت خوندیتوب دی مثبت ځواب نه دی ویلی او حکومت یې په کمزوری مدیریت تورن کړی دی.

د ائتلاف په خبرپاڼه کې ویل شوی، د دې پېښو له رامنځ ته کېدو سره ولسمشر او د هغه ټیم له دولتی امکانانو په ګټنې او د خلکو ستونزو ته د رسېدنې په پلمه په بېلا

بېلو ولایتونو کې له وخت وړاندې ټاکنیز کمپاین پیل کړی، چې دا په هېواد کې حاکمو قوانینو خلاف عمل دی.

خبرپانه وایی، په داسې حال کې، چې شته امکانات، که چورلکې دی او که نور تجهیزات د دې پر ځای چې د امنیتی ځواکونو د شهیدان او ټپیانو د لېږد او د ولس د امنیت په برخه کې وکارول شی، د بې وخته او نمایشی ټاکنیزو کمپاینونو په برخه کې ترې ګټه اخستل کېږی.

لوی ملی ائتلاف زیاته کړې«په خواشنس سره چې په تېره یوه میاشت کې زموږ زرګونه هېوادوالو ته په جګړو کې مرګ ژوبله اوښتې، خو امنیتی چارواکو له ولسمشر نه د مېړانې مډالونه او د جنرالۍ رتبې اخلی.»

دوی وایی، په دې وروستیو کې ولسمشر ځینې لوړ دولتی بستونو کې ادلون بدلون هم د ځینو لویو سټو او مخور د ملاتړ جلبولو او د ۱۳۹۸ کال په ولسمشرۍ ټاکنو کې ترې د ګټې اخیستنې په موخه ځانګړی کړی، چې د ولسمشر غنی دا کار هم د قانون خلاف عمل دی.

د لوی ملی ائتلاف په خبرپاڼه کې د کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د ترور پېښې ته هم اشاره شوې او ویلی یې دی، حکومت د دغه پېښې څېړلو ته هېڅ ډول رسېدنه نه ده کړې.

په اعلامیه کې له حکومتی چارواکو جدی غوښتنه شوې، چې ژر تر ژره د خلکو د ځان او مال ساتنې او امنیت په موخه تازه دمی ځواکونه د لاسه وتلو سیمو د بېرته نیولو له پاره لاس په کار کوی او دغه راز د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د جګړې د قربانی شویو کورنیو ستونزو ته رسېدنه وکړی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.