د چین، افغانستان او پاکستان ګده غونده کې د اړیکو په پراختیا ټینګار شوی

د چین، افغانستان او پاکستان تر منځ د ډیالوګ په څلورمې ګډې غونډه کې پر سولې، پراختیا او اقتصادی همکاریون خبرې اترې شوې دی.

دغه درې اړخیزه غونډه پرون جوړه شوې او ګدوانوالو یې د افغان سولې په برخه کې د همکاریو په ډېروالی ټینګار کړی دی.

غوندې ته پاکستان کې افغان سفیر عمر زاخېوال ویلی، افغانستان، چین، او پاکستا طبیعی اتصال سره لری او د درېواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا به په سیمه کې د اقتصادی انقلاب سبب شی.

اسلام آباد کې افغان سفیر غوښتنه کړې، چې د سیمې هېوادونه په رښتینې توګه د افغانستان په ثبات او سوله کې همکاری وکړی.

په دغه غونده کې د سولې تر څنګ د اقتصادی او سوداګریزه اړیکو په پراختیا هم خبرې شوې او ویل شوی، چې درې واړه هېوادونه باید د دغه اړیکو د پراخېدو له پاره همکاری وکړی.

غونډې ته د پاکستان استازی مشاهد حسین ویلی چې د سیمې د پرمختګ او امنیت لپاره د افغانستان سوله او ثبات مهم دی او د سیمې هېوادونه باید دغه هېواد ته امن راولی.

نوموړی زیاته کړې، چین او پاکستان پرېکړه کړې چې د سیپیک په ستره پروژه کې افغانستان شریک کړی او دا به د افغانستان د اقتصادی پرمختګ سبب شی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.