دمرکزی بغلان کړېدلی ولس ته بیاځلی خبرتیا

هیله ده و یې لؤلئ او خپره یې کړئ! مخکې له مخکې مننه!

څومره چې ووایم کمه ده! خو؛
لنډه او سپینه یې وایم، زۀ، تۀ او هغه څۀ کم نیمه پېړۍ خو د پردیو باباګانو د جګړې قربانی شو! موږ یې هم لۀ یو نیم اړخه پۀ ګونډو کړو چې تر اوسه پر پښو نشو درېدلای، او هغوی مو هم پر ګونډو کړل. خبره داده چې جګړه دؤاړه اړخه ځپی، هم بریالی اړخ او مات شؤی اړخ.! خو ګټه یې دومره نۀ وی.!
لۀ هغې وروسته مو څۀ موده د پردیو غلامانو، تالی څټو، ګنډه مارانو او خرڅ شوو څېرو د ظلمونو قربانی شو! آن تر ننه دا کیسه رؤانه ده! همدغه غلامان مو هم پۀ چل نازؤی او هم کړؤی! تر شا یې همدغه غلامان دی چې موږ پر یو نوم او بل نوم ټکؤی، او د همدې لارې ځان خپلو شومو موخو ته رسؤی او رسؤلی یې دی. ددوی خو همدغه ګډ وډی او ولس زورؤنه کې ګټه ده.! او …..
راځم اصلې خبرې ته چې، هی بغلان غیور ولسه! هر څه خو مو لکه د نن ورځ چې تېره شؤه، ولیدل او تجربه مو کړل.! اوس د شپې پر سوچ وکړئ! چې آیا نن ورځ مو څنګه تېره شؤه! حتمأ به مو ځؤاب(بده ورځ) وی. ښه نو اوس پوښتنه پیدا شی چې آیا سبا ورځ هم لکه د نن غؤاړئ تېره کړئ!؟ کۀ ځؤاب مو که هو وی خو خبره ختمه ده، کنه نو لاندې لیکنې ته باید ځیر شئ، چې د سبا د هوساینې لپاره بابد څۀ وکړو!
زما ویښو ملګرو او د بغلان ځؤانانو نور نباید چوپ او ویده پاتې شو! نور مو نباید پر وجدان ومنو چې ددغو غلامانو تر سیوری لاندې مړه غؤږونه ژؤند پر مخ یوسو.!
خیر کۀ فکره وکړو همداسې پر مخ ولاړو، نو بیا دغه ژؤند ته به څۀ نوم ورکړو!؟ د غیرت ضد نوم! کنه بل!
بس دی نور، بس! ✋
څنګه چې یؤۀ برابره کچه بغلانی ځؤانان لاس پۀ کار شؤیدی لۀ پخؤا او اوس هم پر خپل دریځ ولاړ دی داسی د مرکزی بغلان ټول ولس هغه چې ولس ته ژمن دی او کنه، هیله کؤم باید لاس یو کړئ، خپلمنځی ستونزو ته شا کړئ، د ولس غم ته ځیر شئ، خیر دی نور ددې مظلوم، کړېدلی او دردېدلی ولس چغه واوسئ. چغه یې تر ګوټ ګوټ د مسوولینو ورسؤئ، خیر دی دا وار لږ د خیر کار وکړئ. ټول ولس سره یو شئ، لاس ورکړئ پر دریځ ولاړ اوسئ، قسم پخدای چې غټ غټ ناشونی کارونه به شونې کړئ. بس یؤ غږ اوسئ تر پایه.!
بس همدومره.
#پای: ګونګسې دی چې دا نن سبا کې ولسمشر بغلان ولایت سفر ولری! نو د مرکزی بغلان ولس باید له دې فرصته پوره پوره ګټه واخلی. د چاغوری او مالستان تر ارګه راتلای شی، ایا د مرکزی بغلان مشران، کشران او ټول ځؤانان د بغلان د ستونزو غږ نۀ شی پورته کؤلای!؟ تر ولایته نشی تللای د بغلان ولس د هوساینې لپاره او د بغلان ولس د حق غوښتنی لپاره.
راشئ لۀ دغه فرصته ګټه واخلئ. باؤری یم هرو مرو به مو دریځ رنګ راوړی. ان شاءالله.
ټول نومؤړی ولس باید د بغلان ځؤانانو د یووالی ټولنې ته لاړ شی او هلته خپل اند ګډ کړی او د ولس د هوساینې لپاره دې معقوله پرېکړه وکړی. او بیا دې د ولسمشر مخې ته وړاندې کړی.!
هرو مرو باید باید ټول یاد ولس یو لاس شی دا نن سبا کې

ستاسو اعلانات دلته

About داود جبارخیل

داود جبارخیل د وي او ای ډیوه خبریال دی له ۱۹ کالو څخه له یوشمر داخلی او خارجې رسینو او یوشمیر د پښټو پاڼه سره د پښتو ،ا دب ، او کلتور دافغانانواو ښځو ستونزو باندی ځانګړي مقالي او راپورنه ليکي اوس باوري خبري سرچینې سره همکارده

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.