دملی نګارستان ودانۍ له ترمیم او مرمت وروسته بیا پرانستل شوه

.
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې حسینې ساپۍ دملی نګارستان ودانۍ له مرمت اوترمیم وروسته نن بیا پرانستله .
دملی نګارستان ودانۍ چې دڅه دپاسه سل کلنه لرغونتیا لری دهغې دتاریخی اسالت په ساتنې سره داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له پرمختیایی بودجې څخه دکابو لسو ملیونو افغانیو په لګښت دیو کال په بهیر کې ترمیم او مرمت شوه.
ددغې ودانۍ دبیا پرانستلو په مراسمو کې په داسې حال کې چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سلاکارانو اویوشمیر رییسانو هم شتون درلود داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې خبرې وکړې او ددې تر څنګ چې دملی نګارستان د ودانۍ بیا پرانستل یې دهنری اثارو دساتنې په لاره ارزښتناک ګام وباله څرګنده کړه چې باید دملی نګارستان مسوولین دهېواد دهنرمندانو په تیره بیا د ځوانو هنرمندانو دهنری اثارو دنندارتونو دجوړولو په خاطر منظم فرهنګی پروګرامونه ترلاس لاندې ونیسی او په بېلابېلو مناسبتونو په میاشت کې لږ ترلږه دوه نندارتونونه جوړ کړی .
حسینې ساپۍ وویل چې دهنری اثارو په واسطه کولاى شو دافغانستان اصلی او تاریخی څیره له ټولو ښکلاو سره خلکو او ځوان نسل ته وښه یو .
دغه راز داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې ټینګار وکړ چې دملی نګارستان له لارې دې نندارې ته دهنرمندانو داثارو دوړاندې کولو لپاره زیاتې زمینې برابرې شی چې مینه وال هم وکولاى شی دملی نګارستان دنندارتونونو اثار وګوری .
په دغو مراسمو کې دهنرستان رییس محمد هاشم شارق هم دملی نګارستان دودانۍ دمرمت او ترمیم دکار د بهیر په اړوند معلومات ورکړل اوپه دې برخه کې یې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت دمشرتابه له همکارى څخه مننه وکړه .
ده زیاته کړه چې دملی نګارستان دنمایشاتو په سالونونو کې دروغنی رنګ ، ابی رنګ ، کیندنې ، پنلسی رنګ ، میناتورى ، خطاطۍ ،کولاژ ، ابدنې اومجسمې دتابلوګانو په ګډون ٣٣٨ هنری اثار نندارې ته وړاندې شوی دی .
ده دملی نګارستان یولړ ستونزو او اړتیاوو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې ملی نګارستان داثارو دنمایش معیاری سالون ، دهنری اثارو ډیپو ، داثارو دترمیم لابراتوار ، دنندارتون داثارو مخصوصو لایتونو ، دتهوې سیستم ، هنری کتابتون ، داثارو دیجیتل کولو ، دانترنت شبکې پیوستون اودغه راز دمسلکی روزنیزو پروګرامونودجوړولو په خاطر دفرصتونو برابرولو ته اړتیا لری .
حسینې ساپۍ ددغو مراسمو په پاى کې دملی نګارستان اثار او ددغې ادارې بېلابېلې برخې وکتلې .
دملی نګارستان مسوولې صابرې رحمانی دباختراژانس خبریال ته وویل چې دملی نګارستان نندارتون دیوې اوونۍ لپاره په وړیا ډول دمینه والو پرمخ پرانستى دى . دې څرګنده کړه چې نګارستان دهنرمندانو په خدمت کې دى او هنرمندان کولاى شی چې ددغه بنسټ له لارې خپله اثار نندارې ته وړاندې کړی .

ستاسو اعلانات دلته

About داود جبارخیل

داود جبارخیل د وي او ای ډیوه خبریال دی له ۱۹ کالو څخه له یوشمر داخلی او خارجې رسینو او یوشمیر د پښټو پاڼه سره د پښتو ،ا دب ، او کلتور دافغانانواو ښځو ستونزو باندی ځانګړي مقالي او راپورنه ليکي اوس باوري خبري سرچینې سره همکارده

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.