نړیوال اسلامی پوهنتون جوړېږی

افغان ولسمشر محمد غنی ټینګار وکړ، چې نړیوال اسلامی پوهنتون او د ټکنالوژۍ پارک په ننګرهار کې جوړېږی او د دغه ولایت د برېښنا ستونزې ته به اساسی حال لار ولټول شی.

ښاغلی غنی دغه څرګندونې پرون سه شنبې د لړم ۲۲۲ مه د ننګرهار ولایت د قومی مشرانو او مخورو سره په لیدنه کې وکړې.

ښاغلی غنی د داعش پر وړاندې د ننګرهار د خلکو مېړانې او قربانۍ وستایلې او زیاته یې کړه د ولس په مرسته امنیتی او دفاعی ځواکونه وتوانېدل، چې نازیانو ولسوالی بېرته له داعش ونیسی.

ولسمشر د هغه اوازو په غبروګون کې چې ګنې نړیوال اسلامی پوهنتون به په کوم بل ولایت کې جوړ شی و ویل، چې دغه پوهنتون په ننګرهار ولایت کې جوړېدونکی دی او په وینا یې د بهرنیو چارو وزارت هغه مسوولین چې د دغه پوهنتون جوړېدو په اړه یې غلت معلومات خپاره کړی و، مجازات به شی.

ښاغلی غنی ټینګار وکړ، چې د اسلامی همکارۍ سازمان کې یې د افغانستان سفیر ته لارښوونې کړې او ډېر ژر به دغه پوهنتون په ننګرهار ولایت کې جوړ شی.

دغه راز ولسمشر و ویل، چې د ننګرهار د اداری کمپلکس بودجه ورکړل شوې او پر دې سربېره د ټکنالوژۍ پارک او هوایی ډګر د جوړېدو امکانات هم برابر شوی دی.

ولسمشر د ننګرهار له قومی مشرانو سره خبرو کې هغوی ته ډاډ ورکړ، چې د دغه ولایت د برېښنا ستونزو به ډېر ژر حل شی او د برښنا شرکت ته یې لارښوونه وکړه، چې د ننګرهار د برېښنا ستونزه په اساسی او دایمی توګه حل کړی.

نوموړی د ننګرهار له قومی مشرانو او مخور وغوښتلو چې په دغه ولایت کې پانګوال د لمریزې برښنا په برخه کې پانګونې ته وهڅوی.

په ورته وخت کې ننګرهار والی حیات الله حیات د دغه ولایت د امنیتی وضعیت په اړه ولسمشر ته ډاډ ورکړ او ویې ویل، چې نازیانو ولسوالۍ کې د دښمن پر ضد عملیات روان دی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.