د جمعیت علمای اسلام د وژل شوی مشر سمیع الحق مرستیال تښتول شوی

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر او د حقانیه مدرسې د وژل شوی بنسټګر مولانا سمیع الحق مرستیال تښتول شوی دی.

پاکستانی رسنیو د سیمع الحق د زوی احمد الحق له قوله ویلی، چې د پلار تر وژل کېدو وروسته یې د ګوند مرستیال احمدشاه اکوره بې درکه شوی دی.

که څه هم ویل کېږی، چې احمدشاه اکوړه تښتول شوی خو د سمیع الحق زوی ویلی، هغه تښتېدلی او په نامعلوم علت یې ځان پټ کړی دی.

نوموړی ویلی داسې شکونه هم شته چې د جمعیت علمای اسلام ګوند مرستیال احمدشاه اکوړه د پاکستان استخباراتی ادارې د پلټنو له پاره نیولی او کوم ځای ته بېولی وی.

د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې احمدشاه اکوړه شمال لوېدیځ لور ته له اکوړه خټک سیمې څخه لا درکه شوی دی.

په ورته وخت اکسپرس ترېبیون ورځپاڼې ویلی، د مولانا سمیع الحق د مرستیال کورنۍ د هغه په لټون کې ده خو تر اوسه یې په موندلو نه دی بریالی شوی.

باید و ویل شی، چې پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر او د حقانیه مدرسې بنسټګر مولانا سمیع الحق چې د طالبانو په معنوی پلار یې هم شهرت درلود د لړم میاشتې په ۱۱ مه نېته د پاکستان پلازمېنې اسلام آباد په راولپنډۍ ښار کې په خپل کور کې د نامعلومه کسانو له خوا د چړو په ګذارونو و وژل شو.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.