دپیکا تر اوسه کترینه خپله دښمنه ګڼی

ښکاری چې د دپیکا له زړه اوس هم رنبیر کپور نه دی وتلی او لا یې هم په خوب وینی.

په تېر کې د ډمپل ګرل او رنبیر کپور د عاشقی کیسې شاید تاسې ته هم مالومې وې، که نه وی مالومې درته “یه جوانی هې دیوانی فلم” یې وګورئ، د زړه له خبرو به یې خبر شئ، خو کله چې کترینه کیف راغله او له رنبیر کپور سره یې د یارانې تار واچاوه، پر دپیکا خاورې واوښتې او له هماغې ورځې د دپیکا او کترینې سره ونښته.

هندۍ رسنۍ لیکی، د دپیکا له وروستیو څرګندونو ښکاری چې کترینې ته یې د زړه خیرې نه دی پاکې شوې.

له هغې د “ووګ بی‌‌ایف‌ایف” د پروګرام پر مهال وپوښتل شول چې ایا په خپل واده کې به کترینه وغواړی، نو سم د لاسه یې په برګو راوتلیو سترګو وویل، نه؛ هیڅکله نه.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د کترینه کیف او دپیکا پاډوکان ترمنځ په وار وار په یو بل پسې توندې او بدې خبرې شوې دی.

سرخط ورځپاڼه

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares