د پاکستان حکومت پر خبریال وېبپاڼه بندېز ولګاوه

د پاکستان حکومت په خپل هېواد کې د خبریال ډاټ کام پر نشراتو بندېز ولګاوه. خبریال وېبپاڼه چې په پاکستان کې مېشت پښتانه یې مینه وال دی، اوس د پاکستان په جغرافیه کې په انټرنیټ کې نه موندل کېږی.
تر دې وړاندې پر خبریال وېبپاڼه پاکستانی ‌هیکرانو بیا بیا بریدونه کړی، خو بریالی شوی نه دی، دا ځل پاکستانی چارواکو په رسمی ډول په دغه هېواد کې پاڼه بنده کړه.
د خبریال ادارې مسئولینو هڅه وکړه چې په دې تړاو د پاکستانی ‌چارواکو غبرګون تر لاسه کړی، خو پاکستانی چارواکی له څه ویلو ډډه کوی.
په خېبر پښتونخوا کې د خبریال ډاټ کام همکار ته ځینو سرچینو ویلی ‌چې (پیمرا – د پاکستان د رسنیو د څار اداره) د پاکستانی پوځ او استخباراتو په امر له مخابراتو وزارت نه د خبریال ډاټ کام د بندولو غوښتنه کړې ده. د یادولو وړ ده چې د ۲۰۱۲ کال په جولای میاشت کې هم خبریال ډاټ کام د څو میاشتو لپاره د پاکستان حکومت بند کړی و، خو وروسته د هغه مهال د ولسمشر حامد کرزی په مداخله او د افغانانو په هڅو پاکستان بیرته خبریال ډاټ کام ته د نشراتو اجازه ورکړه.
پر خبریال وېبپاڼه دا وروستی بندېز په داسې ‌حال کې لګېدلی چې له یوې خوا پاکستانی رسنۍ د افغانستان خلاف پراخ تبلیغات کوی، او له بله لوری هلته سیاسی او اقتصادی حالت ترینګلی دی.
خبریال له افغانستان نه آزادې خپرونې کوی.
خبریال د افغانستان د خبریالانو او رسنیو د خوندیتوب ادارو له غړو، مدنی فعالانو او افغان حکومت نه غوښتنه کوی چې پر پاکستان فشار زیات کړی تر څو خبریال پاڼه له ورته حالته راووځی.

ستاسو اعلانات دلته

About Afghan Afghan

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.