ولسمشر له سیاسیونو سره کتنه کې د سولې پر مشورتی بورډ خبرې کړې

ولسمشر محمد اشرف غنی له یو شمېر سیاشی او جهادی شخصیتونو سره د سولې په تړاو کتلی او خبرې یې ورسره کړې دی.

د ولسمشر، سیاسی او جهادی شخصتیونو تر منځ لیدنې پرون جمعه د لړم ۲۵۵ مه ارګ کې تر سره شوی دی.

ښاغلی غنی په دغه کتنو کې د جمعیت اسلامی ګوند د رهبرۍ له غړو سره د سولې د مشورتی بورډ د رامنځ ته کېدو په اړه خبرې کړې دی.

د ارګه خپره شوې خبرپاڼه وایی، ولسمشر پرون جمعه د تلې ۲۵ مه ارګ کې د جمعیت ګوند د رهبرۍ شورا له غړو سره وکتل.

په خبرپاڼه کې ویل شوی، چې په دې کتنه کې د جمعیت ګوند د رهبرۍ غړی صلاح الدین ربانی، عطامحمد نور او اسماعیل خان موجود وو.

خبرپاڼه کې راغلی، چې ولسمشر غنی د سولې مشورتی بورډ د جوړولو په اړه خبرې وکړې او جمعیت ګوند د غړو د نظرونو او وړاندیزونو څخه د مننې تر څنګ یې ویلی، چې سولې ته د رسېدو لپاره د خلکو د بېلابېلو اقشارو اجماع ته اړتیا ده.

ولسمشر غنی په خپلو خبرو کې زیاته کړې، چې د مشورتی ناستو لړۍ به دوام ولری او پایلې به یې له ټولو سره شریکې شی.

ویل کېږی، د سولې مشورتی بورډ به د سیاسی او جهادی شخصیتونو په ګډون د هېواد د ۳۴ ولایتونو د مخورو او استازو په ګډون جوړ شی.

باید و ویل شی، چې ولسمشر د سولې په تړاو تر دې وړاندې د عوت ګوند له مشر استاد سیاف، د مشرانو جرګې له رییس فضل الهادی مسلم یار او جهادی شخصیتونو حاجی دین محمد او عبدالهادی ارغندیوال سره هم لیدلی وو.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.