کابل پوهنتون کې د نښتې په تړاو ۳۵ تنه نیول شوی

د کابل پولیس چارواکی وایی، د کابل پوهنتون په لیلیه کې د شوې نښتې او شخړې په تړاو ۳۵ تنه نیول شوی او تر پلټونو لاندې دی.

د کابل پوهنتون په لیله کې د محصیلینو تر منځ شخره او نښته رامنځ ته شوه، چې د کابل د امنیه قوماندانۍ په وینا یو تن په کې وژل شوی او ۱۹ نور ټپیان دی.

نښته د پښتونو او هزاره محصلینو تر منځ هغه مهال وشوه، چې د ډوډۍ د نوبت پر سر د یوه پښتون او یوه هزاره محصیل سره لفظی شخړه او وروسته دغه موضوع ستره شوه.

لومړنی راپورنه داسې و، چې ګڼې هزاره محصلینو غوښتل د غزنی د جګړې په تړاو لاریون وکړی، خو پښتون محصلینو نه پېښودل، خو وروسته څرګنده شوه، چې موضوع د لاریون، نه بلکې د ډوډۍ د نوبت پر سر رامنځ ته شوې.

تر پېښې سمدستی وروسته د پولیسو د چټک غبرګون ځواکونه سیمې ته ورسېدل او محصلین یې سره خورا واره کړل.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد وایی، په دغه پېښه کې یو محصل وژل شوی او ۱۹ نور ټپیان شوی دی.

د هغه په وینا د پېښې په تړاو ۳۵ تنه هم نیول شوی، چې دا مهال ترې پوښتنې روانې دی.

په ورته وخت کې د لوړو زده کړو وزارت وایی، دوی پېښه په وخت کنټرول کړه، خو د پراخېدو لامل یې له پوهنتونه بهر وو.

د لوړو زده کړو وزارت ویاند فیصل امین زیاتوی، چې د پېښې د رامنځ ته کېدو سره سم لوړ زده کړو وزارت د پولیسو په ملیتار اوضاع کنټرول او لیلیه یې له محصلینو خالی کړه، خو یو شمېر کړیو له بېرونه دغه موضوع ستره کړه.

د هغه په وینا په پوهنتون کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو کله چې خبره له بېرونه ستره شوه، مرګ ژوبله هم هلته رامنځ ته شوې ده.

نوموړی زیاته کړې، چې د لوړو زده کړو وزارت قانون د ۳۳ مادې او د لیلې د مقررې لمخې هېڅ محصل په پوهنتون کې د سیاسی، او ګوندی فعالیت اجازه نه لری.

د هغه په خبره د یادې مادې سرغړونکې به عدلی او قضایی ارګانونو ته معرفی کېږی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.