ازبکستان ګډ سوداګریز ګروپ جوړوی

ازبک چارواکی وایی، په پام کې لری، چې د ازبکستان، افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ او راکړې ورکړې یو ګډ ګروپ جوړ کړی

دغه څرګندونې دازبکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه ډیپلوماټ فرقت صدیقوف کړې دی.

نوموړی ویلی، دغه دریو واړه هېوادونه د سوداګرۍ او راکړې ورکړې پراخ فرصتونه لری نو له همدې امله دا هڅه کوی چې ترمنځ یې ګډ سوداګریز ګروپ رامنځ ته کړی.

د صدیقوف په خبره، په دې اړه یې لومړنۍ هڅې پیل کړې او موخه یې دا ده، چې د درېیو واړو هېوادونو ترمنځ شته ستونزې حل شی.

دی وایی، په پاکستان کې د چین سیپیک پروژه د ټولې سیمې لپاره مهمه ده نو افغانستان او ازبکستان ته هم په کار ده، چې له دغه ستر سوداګریز تحول سره ګام پر ګام مخ ته لاړ شی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.