سونم کپور له سوناکشی بښنه غوښتې

د هندی سینما د وتلې ستورې سوناکشی سینا، سونم کپور له دې سره په ناسم چلند تورنه کړې ده.

سوناکشی په یوه ټلویزونی خپرونه کې ویلی، چې په یو مجلس کې سونم کپور په نوموړې باندې ځان پورته وبللو او ددې زړه یې بد کړی دی.

د سوناکشی له خبرو له رسنیز کیدو سمدستی وروسته، سونم کپور په خپله ټویټر پاڼه له سوناکشی بښنه وغوښته.

سونم کپور لیکلی:

“سونا، زه خو همیشه تاسره خوږه وم؛ ماته یاد نه دی، چې کله داسې شوی. او که ته خپه شوې یې، زه بښنه غواړم.”

سوناکشی د سونم کپور بښنه منلې او ویلی یې دی، چې هیڅ خبره نه ده.

سونم کپور له اکشی کومار سره په ګډه تازه د پډمین فلم خپور کړی، چې په لومړۍ دوو ورځو کې ښه بازار کړی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares