د کورنیو چارو وزارت د ‘فساد’ په تور ۹۴ لوړپوړی چارواکی لویې څارنوالۍ ته ورپېژندلی

کورنیو چارو وزارت وایی په دې وزارت کې د اصلاحاتو راوستو په موخه د فساد په تور ۹۴ لوړپوړی چارواکې لویې څارنوالۍ ته ورپیژندلی دی

د دې وزارت له فساد سره د مبارزې او تفتیش ریاست وایی، لسګونه افسران چې دوسیې څارنوالۍ ته لیږل شوی،چې د بډو اخستو او له خپلو واکونو څخه په ناوړه ګټه اخیستنې تور دی.

د کورنیو چارو وزارت وایی څلور جنرالان او ۹۰ نور لوړپوړی افسران یې د فساد په تور لویې څارنوالۍ ته ورپیژندلی دی

د یاد وزارت له فساد سره د مبارزې او تفتیش ریاست وایی، په تیرو شپږو میاشتو کې د ۵۴۰ څیړل شویو دوسیو له منځه ۱۵۲ یې لویې څارنوالۍ ته استولی دی

د دغه ریاست مشر جنرال ضیا کوهستانی د څلورو جنرالانو دوسیو په اړه ډېر جزیات ورنه کړل، خو ویلی دی لسګونه افسران چې لویې څارنوالۍ ته یې د فساد دوسیې لیږل شوی، چې د بډو په اخستو او له خپلو واکونو په ناوړه ګټه اخیستنې تورن دی

هغه دا هم وایی چې اوسمهال د دې وزارت د ۱۸ جنرالانو دوسیې په عدلی او قضایی ارګانونو کې څېړل کېږی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک  څه موده وړاندې ویلی ویلی و، چې په دې وزارت کې به اصلاحات رامنځته کړی

برمک ویلی و، له اصلاحاتو یې موخه ظاهری سمونونه نه بلکې هدف یې په دې وزارت کې بنسټیز اصلاحات دی چې په خبره یې ټول ملت ته به د منلو وړ وی او پر بنسټ به یې د پولیسو افسران او مسولین هم د مسولیت احساس وکړی

جان اغاصالح

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares