د راشد خان، محمد نبی او مجیب الرحمن په اړه د حیدراباد او پنجاب لوبډلو پرېکړه

د افغانستان د کرکټ ملی لوبډلې غوره سپین بالران راشد خان او مجیب الرحمن او تکړه ال راونډر لوبغاړی محمد نبی به په ۲۰۱۹ میلادی کال هم د هند د کرکټ په غوره لیګ سیالیو کې د سن رایزرس حیدراباد او د کېنګز پنجاب لوبډلو لپاره لوبه وکړی.

د سن رایزرس حیدراباد لوبډله په یوه بیان کې ویلی، چې راشد خان او محمد نبی د غوره لیګ یا د (آی پی ایل) د ۲۰۱۹ فصل لپاره ساتلی دی.

د هند د کرکټ غوره لیګ کېنګز پنجاب لوبډله هم اعلان کړی چې د افغان لوبډلې غوره سپین توپ اچونکی مجیب الرحمن له ځانه سره ساتلی دی.

د راپورونو له مخې، د حیدر اباد لوبډله راشد خان د ۹ کروړو هندی روپیو په بدل کې او محمد نبی د یوکروو هندی روپیې په بدل کې یې له ځانه سره ساتلی دی.

بلخوا د کېنګز پنجاب لوبډله د څلورو کروړو هندی روپیو په بدل کې د مجیب الرحمن د ساتلو اعلان کړی دی.

ټاکل شوې چې د هند د کرټ غوره لیګ سیالیو ۲۰۱۹ فصل د ۲۰۱۹ میلادی کال د مارچ میاشتې په ۲۹مه نیټه پیل شی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.