د سولې مشورتی بورډ له سولې عالی شورا سره موازی نه دی

ولسمشر اشرف غنی د سولې په اړه د خپلو مشورتی ناستو په لړ کې نن غرمې د سولې عالی شورا غړو سره په چهار چنار ماڼۍ کې وکتل.

ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی چې په دغه کتنه کې د سولې عالی شورا مشر محمد کریم خلیلی، قاضی محمد امین وقاد او اصیلا وردک د نورو په استازیتوب خبرې وکړې.

ولسمشر په دغه ناسته کې د خبرو پرمهال وویل د سولې مشورتی بورډ چې د جوړېدو په حال کې دی، له سولې عالی شورا سره موازی نه دی.

هغه زیاته کړه زمونږ بحثونه او مشورې د سولې بین الافغانی مذاکرتو ته د چمتوالی په خاطر دی.

ولسمشر دا څرګندونې له هغه وروسته کړی چې د سولې عالی شورا د سولې مشورتی بورډ جوړولو پر وړاندې غبرګون ښودلی او هغه یې له دغې شورا سره موازی بللی و.

ولسمشرۍ ماڼۍ وایی د سولې مشورتی بورډ چې راتلونکی څو ورځو کې به جوړ شی، د طالبانو سره د خبرو اترو په تړاو سلامشورو لپاره دی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.