عراق او ایران له یو بل سره په لویه کچه د سوداګریزو اړیکو ژمنه کړې

عراق او ایران له یو بل سره په لویه اندازه د سوداګریزو اړیکو د ټینګولو ژمنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې متحده ایالاتو پر ایران تازه اقتصادی بندیزونه لګولی دی.

هغه هېوادونه چې پر ایران د امریکا له بندیزونو په صرف نظر له ایران سره سوداګری کوی، په لویه اندازه له جریمې سره مخ کېږی.

د ایران ولسمشر حسن روحانی ویلی دی چې له دې وروسته ښایی له عراق سره د تجارت اندازه په کال کې شل میلیارده ډالرو ته لوړه شی.

ایران او عراق دا مهال په کلنی دول په خپلو کې د ۱۲ میلیارده ډالرو سوداګری لری.

له چین وروسته عراق د ایران د صاداراتو تر ټولو ستر مارکېټ دی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.