راتلونکې دوشنبه او یا سې شنبه به د خاشقجی په اړه راپور ولرو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایی، واشنګټن به راتلونکې اوونۍ په‌دې اړه خپله نتیجه ګیری اعلان کړی چې د سعودی خبریال جمال خاشقجی په وژنه کې څوک لاس لری؟

تردې مخکې د متحده ایالاتو استخباراتو ادارې ویلی چې د دوی ارزونې ښیې چې د سعودی عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د خبریال خاشقجی د وژلو امر کړی و.

ولسمشر ټرمپ پرون په کلیفونیا ایالت کې خبریالانو ته وویل، راتلونکې دوشنبه او یا سې شنبه به په دې اړه بشپړ راپور ولری.

خو د سعودی حکومت دا ردوی چې ګواکې ولیعهد محمد بن سلمان د جمال خاشقجی د وژلو امر کړی دی.

خبریال جمال خاشقجی په تېر اکتوبر میاشت کې په استانبول کې د سعودی عربستان په قونسلګرۍ کې ووژل شو.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.