افغان ځواکونه په همږغۍ سره مخته ځی

د دفاع وزارت د هېواد په جنوب کې د وسله والو مخالفینو پرضد پوځی عملیات ګړندی کړی دی.

د افغانستان د لوی درستیز مرستیال او د ۲۰۵ اتل قول اردو سرپرست ډګر جنرال عبدالحمید حمید باوری خبری ویبپاڼه ته وویل چې د همدې عملیاتو په لړ کې تېره شپه د قاطع ملاتړ ماموریت د هوایی قواوو په بریدونو کې د کندهار په میوند ولسوالۍ کې ۱۷وسله وال طالبان وژل شوی دی

.

ده زیاته کړه تېره شپه د میوند ولسوالۍ د بند تېمور، ګلوجان کلا او موشک مکتب په سیمه کې پر وسله والو طالبانو د هوایی بریدونو په ترڅ کې چې د قاطع ملاتړ ماموریت له لوری تر سره شوی د میوند ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو د قوماندان ملا شریف الله په ګډون ۱۷ تنه وسله وال وژل شوی.

جنرال حمید زیاته وی چې په دغه ولایت کې د دولت د وسله والو مخالفینو پرضد عملیات لاهم دوام لری. ​

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.