ټرمپ افغانستان ته سفر کوی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلی افغانستان او عراق ته په سفرونه وکړی او هلته به له خپلو پوځیانو سره له نېږدې وګوری.

د ټرمپ افغانستان او عراق ته د سفرونو خبره له فاکس تلوېزیون سره مرکه کې کړې، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دی ورکړی، چې دغه سفرونه به کله تر سره شی.

بل خوا ټرامپ په دې مرکه کې پر پاکستان هم سختې نیوکې کړې او ویلی یې دی، چې دغه هېواد د امریکا له پاره هېڅ نه دی کړی، نو ځکه امریکا هم مرستې پرې بندې کړې دی.

ټرمپ ویلی، د القاعده مشر د پاکستان د حکومت په همکارۍ د یوې پوځی اډې په ځنګ کې پټ اوسېدوه چې ټول پاکستان پرې خبر و، خو امریکا ته یې معلومات نه ورکول.

د هغه په وینا د پاکستان د نه همکارۍ له امله یې پر دغه هېواد خپلې مرستې بندې کړې او که چېرې پاکستان له امریکا سره ریښتینې همکاری ونه کړی نو د فشارونو د زیاتېدو احتمال شته دی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.