د برتانیا د پراشوټی ځواکونو یوه ډلګۍ افغانستان ته رارسېدلې

د برتانیا ډیلی ایکسپرېس ورځپانې راپور ورکړی، چې د برتانیا د پراشوټی ځواکونو یوه ډلګۍ افغانستان ته رسېدلې.

دغه ورځپاڼې ویلی،  افغانستان ته د یادې ډلګۍ د تګ موخه له طالبانو او داعش پر ضد جګړه کې برخه اخیستل دی.

برتانوی امنیتی چارواکو ورځپلې ته ویلی دغه ځواکونه وروسته له هغې افغانستان ته لېږل کېږی، چې په دې هېواد کې پر ناټو ځواکونو د وسله والو د بریدونو ګواښ ډېر شوی.

د ورځپاڼې د معلوماتو له مخې افغانستان ته د برتانیا د پراشوټی ځواکونو په دې ډلګۍ کې ۸۰ سرتېری شامل دی، چې په ښو وسلو سمبال دی.

ډیلی ایکسپرېس زیاته کړې دا سرتېری د هغه ۴۴۰ کسیزه برتانوی جنګی ځواک یوه برخه ده، چې د اړتیا پر مهال به له وسله والو سره په مخامخ جګړه کې برخه اخلی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.