وسله والو غلو شپږ تنه مسافرو ته مرګ ژوبله اړولې

غور ولایت کې وسله والو غلو پر یوه مسافر وړونکی موټر وسله وال برید کړی او شپږو تنو مسافرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

دغه پېښه نن سهار شاوخوا ۴ بجې د غور ولایت مرکز فیروزکو ښار به ۶۵ کیلومترۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د غور د والی ویاند عبدالحی خطیبی وایی، مسافر وړونکی موټر هرات نه د غور پر لور د تګ په حال کې و، چې د بره خانه په سیمه کې وسله والو غلو درولی دی.

نوموړی زیاته کړې، چې غلو لومړی له مسافرو د هغوی توکی، پیسې او هر څه لوټلی وروسته یې پرې ډزې کړې، چې درې تنه یې وژلی او درې نور ټپیان شوی دی.

د غور د والی ویاند زیاتوی، چې ټول وژل شوی او ټپیان ولسی وګړی او د دایکنډی ولایت اوسېدونکی وو.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.