طالبان وایی، د موقتې ادارې د رامنځ ته کولو غوښتنه یې نه ده کړې

وسله والو طالبانو هغه راپورونه رد کړی، چې ګنې د دې ډلې استازو له امریکایی چارواکو سره خبرو کې په افغانستان کې د موقتې ادارې په جوړولو هوکړه کړې.

طالبانو ته ځینو نېږدې سرچینو و ویل، چې د افغان سولې له پاره د امریکا ځانګړی استازی قطر کې له طالب استازو سره په دوهم ځلی کتنه کې د موقتې ادارې په رامنځ ته کولو هوکړه کړې ده.

سرچینو ویلی زلمی خلیلزاد طالبانو ته د موقتې ادارې د رامنځ ته کېدو وړاندیز کړی او له هغوی یې غوښتی، چې په موقته اداره کې د خپلو استازو نوملړ امریکا ته وسپارلی.

خو وسله والو طالبانو نن دوشنبې د لړم ۲۸ مه د یوې خبرپاڼې په خبرولو سره دا خبرې رد کړې او ویلی یې دی، چې د موقت حکومت د رامنځ ته کېدو مسئله یې له امریکایی پلاوی سره نه ده یاده کړې.

طالبانو په دې اعلامیه کې ویلی، چې د قطر دفتر استازو له زلمی خلیلزاد سره کتلی او د بېلا بېلو مسایلو په اړه یې ورسره خبرې کړی دی.

به خبرپانه کې ویل شوی، چې طالبان له امریکا سره په دې خبرو کې کومې هوکړې ته نه دی رسېدلی او دا خبرې ډېرې ابتدایی وې.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلی، په رسنیو کې چې د موقت حکومت په اړه کوم راپورونه خپرېږی ناسم دی او دوی له امریکا سره په دې ډول مسایلو خبرې نه دی کړې.

طالبانو په دې اعلامیه کې زیاته کړې، چې د افغانستان د روانې ستونزې سیاسی حل ته ژمن دی او د امریکایی ځواکونو وتل یې موخه ده.

په خبرپانه کې ټینګار شوی چې د طالبانو یوه مهمه غوښتنه په افغانستان کې د اسلامی حکومت جوړل او د بهرنیو ځواکونو وتل دی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.