د مولانا سمیع الحق مړۍ له قبره راباسی

د پاکستان پولیس د دغه هېواد د جمعیت علمای اسلام ګوند د مشر او حقانیه مدرسې د بنسټ ګر مولانا سمیع الحق مړی د نورو تحقیاتو له پاره له قبره راباسی.

پاکستانی رسنۍ وایی، د پاکستان قضا ادارې هم په دې برخه کې له پولیسو سره موافقه کړې او د مولانا مړی به د لا نورو پلټنو لپاره را وایستل شی.

د پاکستان اېکسپرېس ترېبیون ورځپاڼې ویلی پولیسو له قضایی چارواکو غوښتی و چې دوی ته اجازه ورکړی چې د سمیع الحق مړی له خاورو راوباسی او د عدلی طب معاینه یې وکړی.

دغه رسنۍ د پاکستانی پولیسو له قوله وایی، باید د سمیع الحق د قتل د انګېزې او د قاتل د موندلو لپاره هر لازم اقدام وکړی.

د سمیع الحق کورنۍ له قبره د نوموړی له راایستلو سره مخالفه ده او وایی، دا د مولانا سمیع الحق بې عزتی ده خو پولیس ویلی، په هر صورت دوی خپل تحقیقات بشپړوی او مړی راباسی.

باید و ویل شی، مخکې تر دې چې د سمیع الحق مړی خښ شی، پولیسو د عدلی طب معاینې غوښتنه کړې وه خو هغه مهال هم د سمیع الحق کورنۍ له دې کار سره سخت مخالفت وکړ.

پولیسو تراوسه پورې ۳ تنه د سمیع الحق په وژلو کې د لاس لرلو په شک نیولی دی. پولیسو دا کسان په دې خاطر نیولی چې له سمیع الحق سره یې تر مرګ وړاندې ټېلفونی خبرې کړې وې یا یې له نوموړی سره د ټېلفونی تماس هڅه کړې وه.

د یادونې وړ ده، چې مولانا سمیع الحق نېږدې دوه اوونۍ وړاندې د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد په راولپندۍ ښار کې په خپل کور کې د چړو په ګذارونو و وژل شو.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.