د هند پر خاوره د سلمان خان له لورې د پاکستان بیرغ لګولو کیسه

د هند پر خاوره د پاکستان د بیرغ رپولو له امله د سلمان خان، د هندوستان د خلکو له خوا له توندو نیوکو سره مخ شوی.

مشهور فلم ستوری سلمان خان په خپل نوی فلم (بهارت) کې د دې له امله د نیوکو سره مخ دی چې ولې یې په خپل فلم کې د هندوستان پر خاوره د پاکستان بیرغ رپولی.

د هندوستان ګوندونه او خلک د سلمان خان دغه کار غوسه کړی او دا د دې لامل شوی چې سلمان خان د فلم د شوټینګ ځای پریږدی او په تیزۍ بېرته ممبئ ته ستون شی.

سلمان خان او ښکلی فلمی ستورې کټرینه کیف په دې ورځو کې د بهارت فلم په ډکولو بوخت دی، د فلم د کیسې په تړاؤ تر اوسه معلومات نه شته خو ټاکل شوې وه چې د فلم یوه خاصه برخه په واګه بندر کې عکاسی شی.

کټرینه کیف او سلمان خان

دا چې د هندوستان او پاکستان تر منځ لانجی او په واګه بندر کې امنیتی ستونزې وې نو د فلم شوټینګ په واګه بندر کې ممکن نه ؤ، نو د بهارت فلم ټیم د دې پر ځای چې واګه بندر ته ولاړ شی غوره وګڼله چې په هندوستان کې د واګه د بندر په څېر ځای جوړ کړی او د فلم د شوټینګ هماغه برخه چې ټاکل شوې وه واګه بندر کې وشی په همدغه مصنوعی جوړ شوی ځای کې تر سره شی.

د بهارت ټیم د دغه شوټینګ لپاره د هندوستانی پنجاب یو کلی انتخاب کړ، خو ځایی خلکو په خپله سېمه کې د پاکستان د بیرغ د لګولو سره مخالفت کړی.

رسنۍ وایی دا چې بهارت ټیم غوښتل دغه ځای کټ مټ د واګه بندر په شکل وښیې، نو په همدې خاطر په دې ځای کې د پاکستان د بیرغ لګول اړین وه، خو د بیرغ لګولو له امله د خلکو تر سختو نیوکو لاندې راغلی.

د بهارت فلم د ټیم د سرچینو له قوله په رپوټونو کې راغلی، چې په هندوستانۍ خاوره د پاکستان د بیرغ لګول د ډېری ځایې ګوندونو د خواشینې لامل شوی دی.

دوی ویلی چې له وړاندې لا په کشمیر او ممبئی په ځینو ځایونو کې په دغه ډول د پاکستان بیرغونو په لګولو ستونزې سره مخ شوی.

ځایې خلکو او ګوندونو نه یوازې دا چې د سلمان خان په خلاف یې شکایت کړی بلکی هغه هوټل یې هم زیانمن کړی چې سلمان خان پکې اوسېده.

په همدې حال کې د وضعیت د خرابوالی له امله د فلم د صحنو ډکول په تیزۍ سره پای ته رسیدلی او سلمان خان بېرته ممبئې ته ګرځېدلی په داسې مهال چې پر نوموړی دغه یو بله عریضه هم شوې.

د یادولو ده چې دوه ورځې وړاندې د بهارت فلم یوه پوسټر خپور شوی و چې پکې سلمان خان او کټرینا کیف د واګه په سرحد کې ښکاری.

اټکل دی چې فلم (بهارت) به راروان کال د وړوکی اختر په شپو ورځو کې د سېنما پر پردو روښانه شی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.