د ۲۰۱۸ کال تر پایه به افغانستان د پولیو ګوزڼ ناروغۍ څخه په بشپړ ډول پاک هېواد اعلان کړی

د عامې روغتیا وزارت چارواکو په خبره که څه هم په دا وروستیو کې په یو شمېر ولایتونو کې د ګوزڼ مثبتې پېښې ثبت شوی، خو هڅې یې پېل کړی چې په ټول هېواد کې د پولېو ضد واکسین کمپاېن پراخ کړی.

د عامې روغتیا مسولین وایی تېر کال یې یواځې په هغه سیمو کې ستونزې درلودې چې د لنډ مهال لپاره پکې د وسله والو لخوا د ګوزڼ ضد واکسین باندې بندیز لګیدلی و.

د عامې روغتیا وزارت د پولیو د واکسین پروګرام  مسول ډاکټر میوند احمدزی وایی هڅې یې پېل کړی څو د ۲۰۱۸ کال تر پایه له افغانستانه د پولیو ګوزڼ ناروغۍ په بشپړ ډول له منځه یوسی.

دی زیاتوی چې د کندهار یو شمېر ولسوالیو کې د وسله والو لخوا د ګوزڼ ضد واکسین تر بندیز وروسته یوه مثبته پېښه ثبت شوې وه، چې سږ کال یې هڅې پیل کړی څو په ټول هیواد کې د واکسین د تطبیق له لارې په افغانستان کې د پولیو ناروغۍ مخنیوی وکړی.

د عامې روغتیا وزارت په داسې حال کې له افغانستان څخه د ګوزڼ ناروغۍ د له منځه وړلو ډاډ ور کوی چې روان میلادی کال د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې هم یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د دوشنبې په ورځ په ۲۳ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاېن پېل شو چې شاو خوا شپږ میلیون ماشومانو ته به د ګوزڼ ضد څاڅکی ور کول کیږی.

جمشیدملکزی

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares