په زابل کې ولسی وګړو د طالبانو پر وړاندې پاڅون وکړ

په زابل کې ولسی وګړو د طالبانو پر وړاندې پاڅون وکړ

یکشنبه، ۲۹سلواغه، ۱۳۹۶

د زابل په شاجوی ولسوالۍ کې نېږدې۶۰ ولسی وګړو د وسله طالبانو پر ضد پاڅون وکړ.

د زابل امنیه قوماندان جنرال میرویس نورزی د ملاتړ تر څنګ له دغو پاڅون کوونکو وغوښتل چې د پولیسو په لیکو کې شامل شی، تر څو په سیمه کې امنیت را منځ ته شی.

په ورته وخت کې د زابل د ولایتی شورا مشر عطا جان حقبیان له حکومت نه وغوښتنل، چې د پاڅونوالو لاسنیوی وکړی.

امنیتی چارواکی وایی، پاڅونوالو د شاجوی ولسوالۍ په هغه سیمه کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې پاڅون کړی، چې د ولسوالۍ له بازار پرته نورې ټولې سیمې د طالبانو تر ولکې لاندې دی.

د شاجوی ولسوالی چې د کابل او کندهار پر لویه لار پرته ولسوالی ده، طالبانو ته ستراتیژیک حثیت لری او له همدې لارې څخه؛ غزنی، پکتیکا او پاکستان ته تګ را تګ کوی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares