په ارزګان کې ۲۳ وسله وال طالبان وژل شوی

په ارزګان کې ۲۳ وسله وال طالبان وژل شوی
د ارزګان سیمه ییز امنیتی چارواکی وایی، پرون د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د افغان هوایی ځواکونو د بریدونو پر مهال ۲۳ وسله وال طالبان وژل شوی او شپږ ټپیان دی.
په ارزګان کې د ملی اردو د څلورمې پلی لوا قوماندان ډګروال رحمت شاه قیمتی وایی، تېره ورځ افغان هوایی ځواکونو ددغه ولایت د چورې ولسوالۍ اړوند (اختر کلی) کې د وسله والو طالبانو پر یوه مرکز برید وکړ، چې پر مهال یې ۱۷ کسان وژل شوی او شپږ ټپیان دی.
نوموړی زیاتوی، چې د یاد برید پر مهال د وسله والو طالبانو یو شمېر سپکې او درنې وسلې هم له منځه تللې دی.
قیمتی وایی، چې د ترینګوټ په ( دراف شان) سیمه کې هم افغان هوایی ځواکونو بریدونه کړی چې پر مهال یې شپږ وسله وال طالبان وژل شوی دی.
په دې وروستیو کې پر وسله والو مخالیفینو د افغان هوایی ځواکونو بریدونه زیات شوی دی او د امریکایی چارواکو په وینا، چې راتلونکو څو کالونو کې به افغان هوایی ځواک په پشپړ ډول په پښو ودروی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares