دا افغانستان دی

دلته دا شل کاله کېږی چې ویل کېږی، پنځه زره کلن تاریخ لرو، خو دا تاریخ لا تر اوسه هم نه پنځه زره لسم شوی او نه پنځه زره شلم شوی دی؛ شاید لامل یې دا وی چې دلته د پښتانه و هزاره، ازبک و تاجک او نورو ټولو قومونو خبره، یوه خبره وی او په همدې خاطر دا پنځه زره کلن تاریخ نه کمېدلی او نه زیاتېدلی شی!؟

دا افغانستان دی!

دلته حکومت و سیاست او مذهب و ادب ته ورته د نورو ارزښتونو په اړه، په درواغو ویلو خلک خوشحالېږی او په رښتیا ویلو نه یوازی خفه کېږی، بلکې له غصی سکروټه کېږی، اور کېږی او د همدې اور په پایله کې له ځان ایرې کولو سره – سره په سیمه کې انسانان و مرغان او حیوانات و نباتات هم ورسره خاورې و ایرې کېږی.

دا افغانستان دی!

دلته چې هر چا نظافت و نزاکت مراعت کړی، دلته چې هر چا انسانیت و محبت ته ارزښت ورکړی، دلته چې هر چا د ژوند په چارو کې، علمیت و عقلانیت ته وخت ورکړی او دلته چې هر چا خدمت او د بل عزت کړی، هغه پر ککرۍ – ککرۍ وهل شوی، رټل شوی او آن وژل شوی دی؛ خو ددې برعکس دلته چې څوک هر څومره تر نورو ډیر شډل – پډل ګرځېدلی شی، دلته چې هر څوک تر نورو ډیرغل کېدلی شی، دلته چې هر څوک تر نورو ډیر وطن ورانولی و سوځولی شی او دلته چې هر څوک تر نورو ډیر وطنوال وژلی و ژوبلولی شی، هغو ته هم عزت ورکول کېږی، هم ریاست ورکول کېږی او هم د ملت و مملکت قهرمان بلل کېږی.

دا افغانستان دی!

دلته هم د کورو، کالو او ډوډیو ورکولو په ژمنو خلک پر ځان راټولی شئ او هم د اسلام ژغورلو په نوم خلک غولولی شئ؛ دلته هم د مشروع نظام پر ضد بغاوت کولی شئ، هم د وطن پر ضد د وطن له دښمنانو پیسې و وسلې تر لاسه کولی شئ، هم پر همدې پیسو و وسلو وطن ورانولی شئ؛ هم د وطنوالو د اوښکو او وینو بهولو له طریقه شراب و کباب تر لاسه کولی شئ او هم عیاشی و بدمعاشی کولی شئ.

له دې ټولو خیانتو و جنایتو سره – سره پرته له انتقالی عدالته د سولې د پروسی په ترڅ کې بخښل کېدلی هم شئ!؟

دا افغانستان دی!

دلته په جووو و پټو کې بوجی کولی شئ، په ویالو و باغو کې واښه ریبلی شئ، له غرو و دښتو لرګی راوړلی شئ، صحرا کې تکی – تنها رمې پوولی شئ، خو مکتب و پوهنتون ته نشی تللئ.

دا افغانستان دی!

دلته د څلورو دیوالو په منځ کې، د کاکا و ماما او خاله و امه له زوی سره د هر رنګه یارانې تار غوځولی شئ؛ زیارتو و هدیرو کې هر رنګه نندارې و تماشې کولی شئ، ملایانو و ملنګانو ته تکی – تنها ورتللی شئ، هلته په ساعتونو – ساعتونو ورسره اوسېدلی او آن د دم و چپ په نامه یې په لنګر کې په شپو – شپو پاتېدلی شئ؛ خو د روغتیا د سلامتیا په موخه روغتون ته نه شی تللئ، د حلالی روزی تر لاسه کولو په موخه دفتر کې کار نه شی کولئ او د کور د ضرورتونو د پوره کولو په موخه بازار ته نه شی وتلائ.

هو؛

دا افغانستان دی!

د همدې جانان افغانستان ستونزی او مشکلات دومره زیات دې، چې په ساعتو – ساعتو بحث کولو او لویو- لویو کتابو لیکلو باندی هم پوره نشی تشریح کېدلی؛ ځکه چې:

دا وطن په ظلم دومره ویران شوی
چې فاسد دی له پوښښه تر تهدابه

خو اوس پوښتنه داده چې له دې ټولو ستونزو سره –سره، دلته څنګه ګوزاره کولای او څنګه ژوندی پاتې کېدلای شئ؟

ځکه:

ددې وطن په نصیب نه دې رسیدلې خلګ
چی میندلی دی په کاڼو یی ویشتلی خلګ

همدارنګه، څنګه دا ښایسته، خو سرچپه افغانستان ژغورلی او رغولی شئ؟

او یوه بله پوښتنه داده چې څنګه د وجدان له عذاب سره – سره جانان افغانستان همداسی وران و ویران پرېښودلای شئ؟

ځکه:

چې احساس لرم سوځېږم
چې بې حسه سم ورکېږم
نه طاقت مې د سکون شته
نه همت د اضطراب

کابل – افغانستان

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.