د رحمت او انسانیت معراج

د حضرت محمد صلی االله علیه وسلم د میلاد د یوزرو څلورسوه درې نویمې مبارکې کلیزې په یاد او ویاړ.
پداسی حال کې چې د عربی ټاپو وزمې په ختیز کې د فارس او په شمال کې د روم دوو سترو امپراطوریو وزر غوړولی وو او په لویدیز کې د حبشو ټولواک واکمن وو، عربان د جاهلیت او ځان ځانۍ تورې بلا پخپلې غیږې کې ټینګ نیولی وو. هره خوا ترږمی وه، بی وسی وه، جبر وو او فقر. له ډبرو، دړو او خټو څخه جوړو شوو بدرنګو خدایګوټو ته به سرونه ځوړند، لات او عزی ته په سجدو پراته او د هبل په نومونو به نذرانې منل کیدې.
د سیمې خلکو د تمدن، عدل او ټولنیزو ارزښتونو سره هیڅ اشنایی نه درلوده او غلا، شوکې او داړې اچول یی ورځنۍ مشغلا وه. ټول ژوند یی له خرما، کیږدیو، اوښانو او مبتذلو شعرونو پرته بل څه نه وو. کلاسیک رواجونه او ناو په ناو قبیلوی جنګونه او خړاوې وې. ځینو به د شرم له مخې خپلې تنکۍ او ګلالۍ لوڼې ژوندئ خښولې، نورو به د هوا او هوس پخاطر، د حواء د پیغلو لوڼو په کورونو سره بیرغونه درول، آن تر دی چې څه ګاونډیان به د یوې شپې لپاره د ښځو بدلک ته پسخیدل.
د جاهلیت پدی پیر او د بد اخلاقۍ په همدی متن کې، دعام الفیل د ربیع الاول د میاشتې په دولسمه نیټه چې د ۵۷۱ میلادی کال د اپریل له ۲۲مې سره سمون خوری، د مکې د قریشو د یو مهم مشر، عبد المطلب په کور کې د هغه لمسی وزیږید چې نوم یی ورله محمد کیښود. له پیدایښت وړاندی یی پلار، عبدالله په حق رسیدلی وو او په شپږ کلنې کې یی مور، بی بی آمنه بنت وهب له یثرب نه مکې ته په لاره، د الابواء په سیمه کې وفات شوه. په دولس کلنۍ کی یی د سر ستوری او ګران نیکه هم له لاسه ورکړ او خپلو ترونو ابوطالب، عباس او حمزه ته پاتې شو.
په ۲۵ کلنۍ کې یی د مکې د یوې عزتمندې کونډې، خدیجې (رضی الله عنها) سره واده وکړ، ولی د څلویښت کلنې عمر یی د ټول انسانی تاریخ لپاره د عطف او بدلون ټکې ګڼل کیږی. د دغه کال د روژې په میاشت کې د حراء د سمڅې دننه، دوئ ته د نبوت ستره دنده ور په غاړه او د بشریت د لارښوونې او ژغورنې دنده پیل شوه. جبرائیل (ع‌) د رسالت د لمړنۍ وحې په توګه، د لیک لوست او د شرک په ځای د وحدانیت أمر له ځان سره راوړ او پدی توګه، انسانی ارزښتونو د خپلې معنوی ځلا او طبیعت د ارتقاء خپل سفر پیل کړ.
د الهی نصرت او ښه مشرتابه له برکته، پیغمبر(ع) وکولای شول چې د ګوتو په شمار کلونو کې پدې سرتمبه او سرسبیلې ټولنې کې عقیدوی سمون، سیاسی خوځښت او أخلاقی بدلون رامنځ ته کړی. په کورنیو جنګونو کې بوخته معاشره په یو داسی ستر او تاند امت بدله کړی چې د واک تنابونه یی له کاشغر څخه تر اندلس پورې وغزیدل او د فارس کسری او د روم هرقل، د تاریخ په تاخچو کې ماضی ته وسپارل شول.

د سیرت النبی او إسلامی تاریخ د دریو معتبرو کتابونو، ابن هشام، ابن اثیر او الطبری د روایتونو له مخې،‌ پیغمبر(ص) تر ټولو زړه سواندی، متواضع او حیاناک انسان وو. تل یی اسانه او منځنۍ لاره خوښوله او چا ته یی سپکه او سپوره خبره نه کوله. په ټول ژوند کې یی هیڅ څوک هم نه ځورولی او نه توهین کړی. هیڅکله یی له خپلو میرمنو او د لاس لاندی خلکو سره بد چلند او ګوزاره نده کړی. تل د مجلس په آخر سر کې کیناستلی او لږې خبرې یی کړیدی. د روغبړ په مهال یی لمړی لاس ورکړی او مقابل لوری ته موسکې شویدی. د هیڅ چا بلنه یی نه ردوله او د هر چا معذرت یی منلو. د یو آزاد قریشی او تور پوستی غلام سره یی په یو دسترخوان ډوډۍ خوړله. هیڅکله یی د چا غیبت، په چا تهمت او په چا بهتان ندی تړلی. په درست ژوند کې یی درواغ ندی ویلی او هیڅکله یی د چا حق ندی خوړلی. تل یی د ظلم مخالفت او د بی وزلی لاسنیوی کړیدی. هیڅکله یی د چا خبره په خوله کې نده پریکړی او په هره ژمنه یی وفا کړیده.
هغه داسی یو خاکساره سالار وو چې کله یی د هجرت په اتم کال د مکې د فتحې په مهال په کعبې سترګې ولګیدې، نو سر یی ټیټ کړ، شکر یی وویست او خپلو ټولو سرسختو دښمنانو ته یی اعلان وکړ چې تاسې ټول معاف او آزاد یاست. هغه داسی څښتن وو چې د بام په سر ولاړې خپلې میرمنۍ ته وایی: عائشې، ځما په اوږه پښه کیږده پورته شه او د دیوال له شا د سیالۍ سیل وکړه. داسی پلار وو چې خپلې لور فاطمې (رض) ته دریږی،‌ هغې ته خپل څادر غوړوی او د هغې لاس ښکلوی.
داسی معلم وو چې په درویشتو کالو کې یی د ابوبکر،‌ عمر، عثمان او علی رضی الله عنهم په شمول په زرګونو داسی شاګرادان وروزل چې هر صحابی یی ددی امت امام او د تقوی او عدالت سمبولونه دی. هغه داسی ګاونډی وو چې په مدینه کې د یو یهودی جنازې ته پاڅیدلی او د یوې نصرانۍ په لاس ګنډل شوې چپن یی په خوښۍ سره منلې ده. په علم غیب نه پوهیده خو (کان خلقه القران) یعنې د یو ګرځنده قرآن په څیر د اخلاقو سرچینه وه. هغه لارښود وو،‌ معجزه وه او د انسانیت معراج.
مګر أمت یی نن د خپل تاریخ په خړ او ګونګ پړاو کې تری تم دی. نن د پرمختللو ټولنو په کاروان پسې په خاړپوڅو روان دی، په نړیوال سټیج یی ستونې وچ، غږ یی تت، دریځ یی پیکه او کم رنګه دی. هویت یی د پوښتنې لاندی او د درویزې او قرضونو کچکول یی په غاړه دی. شمیر یی له یو نیم ملیاردو څخه اوړی، خو وزن یی د سیلاب له ځګونو دروند ندی. د معاصرې نړۍ په نخچه کې، د ټولو جنګونو لمبې او لوخړې دده له خاورې پورته کیږی، خو د ورور وژنې لپاره کارتوس، باروت او بمونه له نورو أخلی. افراد یی یو په بل د کفر ټاپو لګوی، اورونه دی او قتلان دی.
نن هغه هیوادونه او ملتونه منلی او ښاغلی دی چې د ټکنالوژۍ میدان یی ګټلې، اقتصاد یی پخپلو پښو ولاړ دی او د سیاسی لوبې مهارت لری. خو دا أمت په شیعه او سنی، عرب او عجم، تور او سپین، ترک او تتار، وهابی، بریلوی، اخوانی، دیوبندی، صوفی، اثنا عشری، افراطی، منځلاری او په ژبنی، سمتی تعصب اخته او په خیلونو باندی تقسیم دی. د محراب، منبر او خانقاه مشران یی پدی ګمان دی چې ګوندی په خطبو، تعویذونو او دمونو به ددی امت تقدیر بدل کړی. دا أمت نن د ساینس، نوښت او صنعت په ډګر کې د فالج مرض وهلی، حتی د استنجا لوټه او برګې تسبیح هم ورله بل څوک جوړوی. نن د اکثرو إسلامی هیوادونو خپلمنځی اړیکې ډیرې بی ښالمې او یو له بله دومره جلا دی، لکه د یو سمندر دوه غاړې چې هیڅکله به هم سره یو ځای نشی.
الله تعالی فرمایی:( إِنَّ اللَّهَ لَا یُغَیِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى یُغَیِّرُوا مَا بِأَنْفُسِهِمْ – یقینا چې الله د هیڅ قوم تقدیر تر هغې نه بدلوی، ترڅو دغه پرګنې او ولسونه خپل سرنوشت پخپل لاس بدل نکړی) نو د همدی قرآنی اصل پر بنسټ، تر هغې به دا أمت د بادارۍ، برابرۍ او عزت مقام ترلاسه نکړی ترڅو پخپل ځان کې یو مثبت او رغنده تغییر رامنځ ته نکړی. خپلمنځی جنګونه بس او د ټوپک په ځای قلم ته ګوتې نکړی. تر هغې به خوار او زار وی ترڅو یی واکمنان فرعونیت پرینږدی او خپل ولسونه په مال،‌ واک او د سیاسی سرنوشت په ټاکلو کې له ځان سره شریک نکړی. میرمنو ته د تعلیم په ګډون، د هغوئ شرعی حقوق و نه سپارل شی. ټولنیز عدالت تامین او رعیت ته د غلام او خادم په ځای د هم پله او برابر په سترګه ونه کتل شی.
د دویم خلیفه، عمر فاروق دا خبره د کاڼی کرښه او ددی امت د لارې تلپاتې مشال دی چې وایی:( مونږ تر ټولو ذلیل او بی عزته قوم وو خو الله مونږ ته عزت او شوکت د اسلام له برکته را په برخه کړ او که پرته لدی مو بله لاره خپله کړه، نو الله به مو بیا خوار او سپک کړی) هغه (رض) پوهیده چې ددی امت عقیده په توحید، مینې، ګذشت، لاسنیوی او مساوات ولاړه او پیغمبر یی رحمه للعالمین دی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.