د ټاپی پروژې د پرانیستې لپاره سخت امنیتی تدابیر نیول شوی

د ټاپی پروژې د پرانیستې لپاره سخت امنیتی تدابیر نیول شوی
د هرات چارواکی وایی، د ټاپی پروژې د یوې برخې د پرانېستې مراسمو لپاره یې سخت امنیتی تدابیر نیولی دی.
دغه مراسم به د راتلونکې جمعې په ورځ ترسره شی.
د هرات والی ویاند جېلانی فرهاد وایی، ددې پروژې له پیلیدو سره سم به اووه زره کسانو ته د کار زمینه برابره شی او په هرات کې به د ارزانه ګاز د ویش لوی مرکز جوړ شی.
نوموړی زیاتوی، چې د هرات خلکو، دینی عالمانو او قومی مشرانو د ټاپی پروژې د امنیت ټینګښت په اړوند له دوی سره د بشپړې همکارۍ ژمنې کړې دی.
ټاپی، هند ته د افغانستان او پاکستان له لارې د ترکمنستان د طبیعی ګازو د لېږد پروژه ده، چې د لس میلیارد ډالرو په ارزښت به تر ۲۰۲۰ میلادی کال پورې بشپړه شی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares