د دلوې د میاشتې لومړی مازدیګر و چې اسمان سپینو ورېځو ونیو،

د واورې سړی
لیکوال: نصیر احمد احمدی

د دلوې د میاشتې لومړی مازدیګر و چې اسمان سپینو ورېځو ونیو، واوره پیل شوه او په لنډ وخت کې یې یوه لوېشت پوټی سپین کړ. ورېدا اوږده شوه. یوه ورځ، دوې ورځې، درې ورځې… تر دې دمه کلیوال ورته خوشاله وو، واوره یې کارېزونو ته سره زر ګڼله، خو وروسته د بامونو پاکولو ستړی کړل، خلق یې تنګ شو او چې په څلورمه او پنځمه ورځ یې هم لمر ونه لید، خدای (ج ) ته یې د اورښت د درېدو خواستونه شروع کړل.
واوره ډېره اورېدله، ما په خپله متر ورسره ونیو، نوی سانتی ته رسېدله، څوک د باندې نه شو وتلی، ګشت وګام نه کېده، ان د نږدې کلیو لارې هم بندې وې، نه پوله ښکارېدله او نه هم پټی، ټوله سیمه یو لاس، تکه سپینه وه. ځکه به نو د جومات تر څنګ اوږده کوټه له کلیوالو ډکه وه او د تاوخانې په تاوده ځای به ځای نه کېده.
ماشومان به هم په دې خونه کې سره راټول وو، په جېبونو کې به یې له پرتو مردکیو ټکا ایسته او کله کله به یې له لویانو په پټه جفت او تاق کاوه.
په کلیوالو کې یو پردی سړی هم ښکاریده، دی یو ژېړ مازدیګر کلی ته راغی، شل -دېرش افغانۍ یې ټولې کړې، په جومات کې یې شپه شوه او کله چې سهار وختی د باندی ووت، واوره په شدت سره اورېدله.
بوډا د ناچارۍ له مخې په جومات کې پاتې شو، کلیوالو به ډوډۍ ورته راوړله، دی ډېر نه غږېده، غلی سړی و، چورتونه به یې وهل، خو کله کله چې به د واورې بڅرکی غټ شول، د ده سترګې به وځلېدې، په څېره کې به یې خوشالی راټوله شوه او له خړو شونډو به یې څو ځله د( شکر) کلمه راووته. په پېل کې به د بوډا دا شکرونه په غوږونو ښه لګېدل، خو وروسته یې کلیوالو ته دومره خوند نه ورکاوه، ځینو شوخو ځوانانو به لا ټوکې پسې کولې.
دوی به په ټیټ غږ ویل ” بوډا ته خدای ورکړه، په توده تاوخانه پروت دی، مفته ډوډۍ ور رسیږی، نو واورې ته به ولې نه وی خوشاله.” بل به په ملنډو ورغبرګه کړه: “څه یې کوی! ځمکې به یې ډېرې وی”.. ماشومانو هم “د واورې سړی” نوم پرې کېښود. دوی به بوډا ته اشاره کوله، له نوی نوم نه به یې خوند اخیست او پټ پټ به یې خندل.
په پنځم سهار واوره ودرېده، کلیوال بامونو ته وروختل او د درېیم ځل لپاره یې واوره واچوله، خو کله چې ستړی ستومانه جومات ته راغلل، اورښت بیا پیل شو. بوډا تاویدونکو سپینو بڅرکو ته وکتل، په خوند یې وویل:
_مه کوه! مه کوه چې اووری!
دې خبرې ځینو ستړو کلیوالو ته خوند ور نه کړ، یو ځوان بې حوصلې شو، په خوشکه یې وویل:
_ کاکا! څه دې پکې لیدلی دی، کرار پروت یې، دا ځل به دې یوه بام ته ور وخېژوم، بیا به دا خبره ونه کړې.
یوه بل په ملنډو ورغږ کړ:
_ څه یې کوې ، ځمکې به یې ډېرې وی، د وچکالۍ غم ورسره دی.
په دې خبره څو ځوانانو وخندل.
بوډا یوه شېبه غلی و، مایې سترګو ته وکتل، اوښکې پکې رغړیدلې، وروسته یې یوې ترخې خندا شونډې سره وېړې کړې ، ورو یې وویل:
_بچیانو! نه ځمکه لرم، نه کور او نه هم کوم خپل- پردی. اویاوو کلونو ته رسېدلی یم، ځکه نو د واورو د اچولو تمه هم مه را ته کوئ، وچکالۍ ته هم دومره زړه نه خورم،خدای مهربانه دی، له لوږې به نه مرو،خو زه دا سپین بڅرکی د بل څه لپاره غواړم.
بوډا غلی شو، کلیوالو ته یې وکتل، هغوی حیرانې سترګې ورته نیولې وې، بیرته یې سر وځړید، یوه سړه ساه یې واېسته، په خوابدی غږ یې وویل:
_ تېر ژمی واوره کمه اوورېده، یواځې یوه میاشت پرته وه، خو بیا هم ښه و، د کلیو لارې بندې وې، تګ راتګ نه کېده، پښه یې نیوله، د موټرو، موټرسایکلو او ټانکونو سینې یې راګرځولې، کراره کراری وه، خو کله چې واوره ولاړه او لارې تورې شوې، ګولۍ اوورېدې، زما ځوان زوی یې را وویشت او وینو یې د دېوال سیوری ته پرته واوره سره کړه. د واورې اوریدو ته مه خپه کیږئ، دعا وکړئ چې ډېره ووریږی، هومره چې لارې د ډېر وخت لپاره بندې کړی، ژر ویلی نه شی او څو ورځې د وینو د توېدلو مخه ونیسی.
پای

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.