د سپوږمۍ مخ داسې راته ښکاری

سپوږمۍ
لیکوال: استاد اجمل ښکلى

د سپوږمۍ مخ داسې راته ښکاری، لکه څوک چې ناست وی او د ځمکې د خلکو ټول کړه وړه څاری. موږ چې واړه وو، مشرانو ښځو به راته ویل، چې دا اسرافیل شپېلۍ په خوله ناست دى، چې څه وخت ورته خداى امر وکړ، پو به یې کړی او قیامت به شی. د قیامت هیبت او پر سپوږمۍ د حضرت اسرافیل موجودیت خوند نه راکاوه. حسن دې ولې ویره وزېږوی؟
د اوړى په شپو کې له کټ نه مخامخ سپوږمۍ ته کتل خوند کاوه؛ خو د ژمی په شپو کې چې له کوټې بهر مو وتل کم وو، د شپې د وحشت له ډېروالی سره یخنۍ او سپوږمۍ غبرګه مرسته کوله، نه مو ورکتل.
موږ ته هغه وخت پته نه وه، چې سپوږمۍ یوه ډبرینه کره ده، چې له ځمکې نه ګرځی، لمر نه رڼا اخلی او زموږ سترګې پرې برېښوی. که موږ خبر واى، چې سپوږمۍ هوا نه لری او تودوخه او یخنۍ یې انسان وژنی؛ نو د مینې پرځاى به مو ترې کرکه شوې واى. له کوم حسن سره چې د نېکۍ تصور نه وی تړلى، هغه د ترخې مڼې غوندې وی.
لرغونی اسطوری انسان ته هر څه ژوندی او متحرک ښکارېدل:
سپوږمیه تا وکړل سیلونه
درتې پرتې دی سپینې خولې، تور اوربلونه
په لنډیو کې د سپوږمۍ د ډېرې یادونې یو علت به هغه وخت د رڼا د وسایلو کمى هم و؛ خو نور ډېر علتونه هم لری.پخوانی انسان په دې جهان کې ځان یواځې انګېره او دې انګېرنې یې د ویرې له زیاتولو سره مرسته وکړه. شپه چې تیاره وه، ډار ورپورې وتړل شو؛ خو سپوږمۍ چې تروږمۍ یې رڼوله، راته ګرانه شوه او د خپل یار له ګرد سپین مخ سره مو تشبیه کړه. په غیاب کې مو ترې یار ته د خپل دردمن زړه د حال رسولو لپاره استفاده وکړه.
که دې زما دیدن یادېږی
سپوږمۍ ته ګوره، زه په بام ولاړه یمه
سپوږمیه تا ته مې سلام دى
زما جانان به تا ته ډېر کتلی وینه
په تشبیه کې که ارادی مشبه ته فضیلت ورکوو؛ نو ناارادی په مشبه به کې هم ښکلا یا بدرنګی وینو.
په پخوانی کلچر کې چې به چا سپوږمۍ په خوب کې ولیده، د بادشاهۍ شګوم ګڼل کېده او که به یې دړې وړې ولیده، له لاسه به د قدرت په وتو تعبیرېده.
اوس چې د سپوږمۍ په اړه د ساینس د خولې واقعیتونه لولو، د شاعرۍ له خولې هم غورځېدلې ښکاری او د پخوانو غوندې خوند نه راکوی. دا راته د ادبیاتو او مرموزتیا ترمنځ ژور تړاو ښیی. مرموزتیا د اسطورو خصوصیت دى او هغه ابهام ته وایی، چې بوګن او څو مانیزوالى ورسره وی.
موږ که په ادب کې له شیانو سره علمی سوړ چلن وکړو، د ادبیاتو په ایجاد کې له ستونزو سره مخېږو. کوم شیان چې راته عاطفی او تعجبی ارزښت ونه لری، سمه شاعرانه استفاده ترې نه شو کولى. په سمبولیکو شعرونو کې چې ټول مسوولیت د سمبول پر غاړه وی، دا مرموزیت او عجیبه والى ښه لیدلى شو. د بېلابېلو ماناوو تراکم له مانیز پلوه د سمبول له پړسولو سره مرسته کوی.
د سمبول یو بل اړخ دود دى. موږ عموما هغه سمبولونه لولو او کاروو، چې تاریخی اساس ولری او تر شا یې د دود یا زموږ د کلچر اوږد تاریخ ولاړ وی. له دې سره لوستونکی ته د سمبول د مانا تاویلول اسانېږی. تاویل د کلمې اصلی مانا ته د ورګرځېدو مانا لری.
بل علت له اسطورې او ارکی ټایپ سره د سمبول اړیکه ده. موږ که په نوې شاعرۍ کې سپوږمۍ کاوو، مطلب به مو د ستورو د رڼاوو پخوانۍ نړۍ وی، چې ستوری او سپوږمۍ پکې له رڼا سره ښایست او اسطورې هم شیندی، ځکه سپوږمۍ زموږ حال نه دى، بلکې ماضی ده، چې اوس پکې یواځې د روژې او اخترونو مخونه ګورو.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.