ومان نیازی سره مرکه

ځلاند: که څه هم ومان نیازی د ادب او فن په دنیا کې پېژند شوې څېره ده. خو بیا هم د یو انسان ژوند کې ځینې جالب اړخونه وی چې ډېری خلک ترې نه وی خبر، نو لطفا د ځلاند پاڼې لوستونکو ته ځان وپېژنئ.

نیازی: نوم مې عبدالرحمن دی، ومان نیازی تخلص کوم. له شاعری او انځورګری سره مې مینه ده او په دې مینه کې مې تور وېښته سپین کړل. ماشومتوب مې غزنی کې تېر شوی نور کابل کې اوسیدلی یم، په هغه لوی وطن کې یو موټ خاوره هم د ځان په نوم نه لرم، څه موده مې د حقوقو تدریس کړی، کابو یوولس کاله مې له ازادی رادیو سره کار کړی، له نورو مطبوعاتو سره مې هم کارونه کړی. اوس هند کې اوسم، په زاړه ډهلی کې د میرزا اسدالله غالب په کور کې د انځورنو ګالری لرم.

ځلاند: تاسې په افغانستان کې د شاعر په توګه شهرت لرئ او شعرونه مو علاقه مندان هم لری. څنګه مو شاعری شروع کړه، له چا متاثره یاستئ، د چا شعرونه مو خوښ دی او خپل کوم شعرونه مو ډېر خوښېږی؟

نیازی:د شاعری طبعه وه لنډۍ به مې یادولې خوند به مې ترې اخیست، یو وخت مې یو طنزیه شعر ولیکل، خپل یو دوست ته مې وښود هغه وهڅولم چې شعرونه لیکه ورور مو تجربې کولې، اخر کتاب شو، بیا مې څو نور کتابونه هم چاپ شو، تر ننه پورې روانه ده. زما د خوشال بابا، پسرلی صاحب بیدل او سهراب سپهری شاعری خوښېږی. دوی مې خوښېږی او د دوی له کلامونو به متاثره هم یم. خپل شاعری کې مې یو شعر دی سترګو ته لیکل شوی اوس مې هېر دی چې څنګه و، د سکرو بخۍ کتاب کې چاپ شوی.

ځلاند: شاعران په دې باور دی چې ومان نیازی د رومانتیک ادبی مکتب لاروی دی، تاسې په کې څه وایئ، او رومانتیک شعر او ادب څنګه ارزوئ؟

نیازی:د شاعرانو خبره سمه ده، زه خپلو تجربو ته اهمیت ورکوم، ځینې قواعد دی، چې کله پوه شم د احساس بار مې سم نشی وړای، ممکن هغه شېبه سترګې پرې پټې کړم، د رومانتیزم د مکتب په باره کې مو پوښتنه کړې و، د دې مکتب پیروان په خپل وخت کې د منل شویو قاعدو له ګورته ووتل، فردی تجربو ته یې مخه کړه هغه و چې په خپل وخت کې نوی رنګ او باب سو.

زما شاعری، د وخت په تېریدلو سره بدله شوې په شعوری ډول مې د کوم خاص مکتب پیروی نه ده کړې، هسې که شوې نو شوی به وی.

ځلاند: کوم نوښت چې د رسامۍ یا لاسی مجسمو په اړه تاسې کړئ، په افغانستان کې نوی کار دی. لوستونکی ته دغه کار وپېژنئ، دا څه دی، څنګه مو پیل کړ او څه هیلې لرئ؟

نیازی:کوم ډول انځورګری چې زه کوم، دا د غنمو له پلالې څخه کېږی. د غنمو پلاله په مناسبه اندازه پرې کیږی، پر رسم شوی څېز باندې سرش کېږی، بیا د اوتو په ذریعه د هغو رنګ بدلیږی، دا ډول نقاشی په دنیا کې ۲۵۰۰ کاله سابقه لری. ما تر اوسه تر ۵۰۰ډېر داسې انځورونه جوړ کړی، د ایفور کاغذ په اندازه یو انځور ۴۰ ساعته کار غواړی.

زه له شلو کلونو راهیسې دا ډول انځورګری کوم. اوس خو دلته هند کې یم، دلته زه په دې ارت روزګار چلوم خو زه هندوان وینم د کوم چا چې دا ډول کارونه یاد دی، دوی سل دوه سوه نور شاګردان هم چلوی. چې کوم ملک کې امن نه وی هلته هیلې ارزوګانې نه پاللې کېږی.

مننه

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.