لوبغاړی محمد شهزاد نړیوال ریکارډ جوړ کړ

د افغانستان د کرکټ ملی لوبډلې چټک توپوهونکی محمد شهزاد په ۱۲ توپونو تر ټولو چټکه نیمه سلیزه جوړه او نړیوال ریکارډ یې جوړ کړ.

محمد شهزاد دغه ریکارډ پرون په متحده عربی اماراتو کې د کرکټ په لس اوریزه تجاراتی یا ټېن کرکټ سیالیو کې جوړ کړ.

محمد شهزاد چې په په T10 لیګ کې د راجپوت لوډلې له پاره لوبه کوی، د تېرې شپې په لوبه کې د پنځو شپږیزو او پنځو څلوریزو په مټ په ۱۲ توپونو ۵۲ منډې وکړې.

سیالې لوبډلې راجپوت لوبډلې ته د په ټاکلو لسو اورونو کې ۹۰ منډې هدف ورکړی و، خو شهزاد محمد په ۴ اور کې دغه هدف پوره او په ټول کې یې په ۱۶ توپونو ۷۴ ناسوځېدلې منډې وکړې، چې د کرکټ مینوال او د کرکټ شنوونکی یې ګوته په غاښ کړل.

که څه په نړیوالو کرکټ لوبو کې تر دې وړاندې هم نیوزیلنډی لوبغاړی چټکه پنځوسیزه په ۱۶ توپونو تر سره کړې وه، خو دغه ریکارډ محمد شهزاد مات او په ۱۲ توپونو یې ۵۴ منډې جوړې او نړیوال ریکارډ یې خپل کړ.

باید و ویل شی، چې ټی ټېن کرکټ لیګ د پاکستان تجارتی لیګ دی، چې له تېرو دوه کلونو راهیسې په لار اچول شوی او په اماراتو کې یې لوبې تر سره کېږی.

په دغه لیک کې سږ کال ټولې ۸ لوبډلې برخه لری، چې په کې ۱۶ تنه افغان لوبغاړی هم لوبېږی او د یوې لوبډلې لوبډل مشر یې هم د افغانستان او نړۍ مشهور توپ اچوونکی راشد خان دی.

په دغه لیګ کې له راشد خان او محمد شهزاد تر څنګ، اصغر ستانکزی، محمد نبی، سمیع الله شنیواری، نجیب الله ځدراڼ، شاپور ځدراڼ، محیب ځدراڼ، حضرت الله ځاځی، سید شېرزاد، کریم جنت، قیس احمد، ظاهر خان، او درې نور لوبغاړی اخستل شوی دی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.