د ورځې له دوه ساعته زیات ټلویزیون کتل مو له وخته مخکې وژلی شی

یوې تازه تر سره شوې څېړنه کې ټلویزیون ته د کېناستو زیانونه مالوم شوی او له دوه ساعتو زیات کېناستل ورته وژونکی ښودل شوی دی.
سکاټ لېنډ کې تر سره شوې څېړنه وایی، د ورځې له دوه ساعتونو زیات ټلویزیون ته کېناستل نه یوازې روغتیا ته تباه کوونکی دی، بلکې له وخته د مخکې مړینې لامل هم کېدای شی.
په ګلاسکو پوهنتون کې شوې څېړنه کې ویل شوی چې په ساعتونو ټلویزیون ته د کېناستو عادت لکه د تمباکو، شرابو او ناسالمې غذا په څېر د زړه د ناروغیو ګواښ زیاتوی.
د څېړونکو په وینا، ډېر ټلویزیون کتل او لږ خوب د روغتیا (د خرابۍ) او د ژوند د لنډېدو لامل کېدای شی.
تېر کال د امریکا د مشیګن پوهنتون له لوری په یوه څېړنه کې هم ویل شوی وو چې هره ورځ د څو ساعتونو له پاره د ټلویزیون کتل د خوب معیار زیانمنوی، د زیاتې ستړیا او د بې خوبۍ لامل کېږی.
موده وړاندې یوه بل څېړنیز مرکز ویلی وو، هره ورځ درې نیم ساعته ټلویزیون کتل نه یوازې د سرطان او د زړه د ناروغیو ګواښ زیاتوی، بلکې د شکر، نمونیا او د ځګر د ناروغیو لامل هم کېږی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.