“ښه ده، چې مور مې ټویټر، فیسبوک، او … نه کاروی”

د بالیووډ وتلې ادکاره زرین خان وایی، چې په ټولنیزو رسنیو کې په دې پسې دومره بدې او سپکې لیکنې کیږی، چې نه یواځې دا، بلکې د ددې فامیل او ملګری هم ښه خپه کوی.

زرین خان په خپله وروستۍ مرکه کې ویلی:

“توهینوونکی په دې نه پوهیږی، چې ددوې سپکې لیکنې نه یواځې موږ، بلکې زموږ کورنۍ او دوستان هم خپه کوی. شکر، چې مور مې ټولنیزې رسنۍ نه کاروی، کنه په داسې لیکنو به هغه حتمن خپه شوې وه.”

زرین خان وایی، چې دا ډول خلک د خپل ځان او ټولنې دښمنان دی. نوموړې وایی، چې که ددې په توهینوونکو کې دومره جرائت وی، مخامخ دې راشی او له دې سره دې وغږیږی.

خان ګواښ وکړ، چې یوه ورځ به د ټولنیزو رسنیو له لارې دا سپکوونکی خلک پیدا کړی او حساب کتاب به ورسره وکړی.

زرین خان د هندی سینما یواځینې ستورې ده، چې له سنی لیون وروسته یې په زیاتو عشقی او هاټ فلمونو کې کار کړی.

ژباړه :شریف شاهین

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares