یوې مور ۶ کلنه لور په ۳ زره ډالر پلورلې

سی این این د افغانستان د روانې وچکالۍ په اړه یو مطلب خپور کړی.
مطلب کې د ملګرو ملتونو د ادارې د یوه رپوټ په حواله لیکل شوی چې ۲۸۵۵ زره کسان په هرات او بادغیس کې د وچکالۍ له امله بې ځایه شوی دی.
له دوی ۸۴ زره په هرات او پاتې یې بادغیس کې دی.
رسنۍ د ملګرو ملتونو هغه رپوټ ته هم اشاره کړې چې ویلی یې وو، وچکالۍ له جګړې ډېر خلک بې ځایه کړی دی.
د څلورو کلونو راهیسې د باران نه کېدلو کرنې ته ډېر زیان رسولی دی.
رسنۍ هرات کې د هغې مور کیسه راخیستې چې خپله شپږ کلنه لور یې د وچکالۍ له امله په پیسو پلورلې.
مامرین چې هرات ښار نه بهر د کډوالو په یوه کمپ کې  اوسېږی، خپل خاوند یې جګړه کې له لاسه ورکړی.
مامرین له مجبورۍ خپله شپږ کلنه لور عاقله، نجم الدین ته په درې زره ډالرو پلورلې چې خپل لس کلن زوی شېر اغا ته به یې ودوی.
“د سختې وچکالۍ له امله مې د دریو ماشومانو سره له خپل کلی تېښته کړې”.
مامرین زیاتوی، د مرستې په تمه دلته راغلم، خو هېڅ مې ترلاسه نه کړل.
“د لوږې له منځه وړلو له پاره مې خپله خپله لور یوه سړی ته په درې زره ډالر ور کړه، خو تر اوسه مې یوازې اویا ډالر ترلاسه کړی. پیسې، خوراک او ګټیالی مې نه درلودل”.
هغه وایی، عاقله نه پوهېږی چې ما پلورلې ده، هغه به څنګه پوه شی؟ هغه خو ماشومه ده، ما بل کوم څه نه درلودل.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.